خوست: پنځه سوه بې سرپرسته کورنیو سره مرسته وشوه.

د Red Source کمپنۍ استازي این پارچز پخپلو خبرو کې وویل, چې نوموړي کمپني په افغانستان کې بې سرپرسته او بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي, چې دا دی نن ورځ د ولایت مقام په همکارۍ خوست کې پنځسوه بې سرپرسته کورنیو سره مرسته کیږي. پارچز زیاته کړه, چې نوموړي مرسته د یو لک ډالرو […]

د Red Source کمپنۍ استازي این پارچز پخپلو خبرو کې وویل, چې نوموړي کمپني په افغانستان کې بې سرپرسته او بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي, چې دا دی نن ورځ د ولایت مقام په همکارۍ خوست کې پنځسوه بې سرپرسته کورنیو سره مرسته کیږي.

پارچز زیاته کړه, چې نوموړي مرسته د یو لک ډالرو په ارزښت ترتیب شوي,چې هرې کورنۍ ته د پنځلس زره افغانیو په ارزښت اووه قلمه خوراکي توکي ورکول کیږي, چې نوموړي پروسه به راتلونکي کې هم ترسره کړي.

نوموړي د ولایت والي او نورو مسؤلینو څخه مننه وکړه, چې د دوی امنیت او برنامې په ترتیب کې یې ورسره همکاري وکړه.

مرسته ترلاسه کوونکو کسانو پخپلو خبرو کې د ولایت مقام او Red Source کمپنۍ له مسؤلینو څخه مننه وکړه, چې د دوی لاسنیوای وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته نورو مرستو او لاسنیوي غوښتنه وکړه.