خوست: د ځنګلونو د ساتنې د بررسۍ کمیټه جوړه او د ځنګلونو د غېر قانوني وهنې او قاچاق مخنیوي طرحې تطبیقي چارې به پیل شي.

پدې اړه جوړه شوي غونډه کې د ولایت مقام مرستیال مولوي محمد انور دین پرور, زراعت وزارت د طبیعي سرچینو او ابیارۍ معین مولوي شمس الدین شریعتي, امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت, ملي امنیت رئيس مولوي ناصر طوفان, مالیې وزارت, استخباراتو لوی ریاست,کورنیو چارو وزارت او تجارات وزارت نمایندګانو, ولسوالانو او سکتوري رئيسانو ګډون […]

پدې اړه جوړه شوي غونډه کې د ولایت مقام مرستیال مولوي محمد انور دین پرور, زراعت وزارت د طبیعي سرچینو او ابیارۍ معین مولوي شمس الدین شریعتي, امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت, ملي امنیت رئيس مولوي ناصر طوفان, مالیې وزارت, استخباراتو لوی ریاست,کورنیو چارو وزارت او تجارات وزارت نمایندګانو, ولسوالانو او سکتوري رئيسانو ګډون کړی وو.
د ولایت مقام مرستیال مولوي محمد انور دین پرور په پېل کې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ د خوست زراعت او ځنګلونو په اړه مالومات د ناستې ګډونوالو سره شریک کړل.
ښاغلي دین پرور وویل, د افغانستان ا. ا په راتګ سره پدې ولایت کې د ځنګلونو د وهنې او قاچاق مخنیوي په برخه کې جدي کار شوی, چې خوشبختانه فعلا یاده برخه کې مثبت تغیر راغلی.
د زراعت وزارت د طبیعي سرچینو او ابیارۍ معین مولوي شمس الدین شریعتي وویل, د ځنګلونو د مخنیوي او غېر قانوني قاچاق طرحه ترتیب او د کابینې له لورې تصویب شوي ده, چې اوس یې د تطبیق مرحله د ولایتي مسولینو مسولیت دی.
ښاغلي شریعتي زیاته کړه, چې د افغانستان ا. ا ژمن دی, چې د ځنګلونو د ساتنې او قاچاق مخنیوی وکړي, پدې اړه به هر ولایت کې یوه قطعه جوړیږي, چې خاص دنده به یې د ځنګلونو ساتنه وي.
نوموړي وویل, زمونږ هیواد د اقتصاد تقویه تر ډېره د زراعت په پيشرفت پورې تړلی ده, کچیرې مو زراعت ښه وي او پرمختګ وکړي, همدومره به مو اقتصاد غښتلی وي.
په ناسته کې پرېکړه وشوه, چې د ولایت په سطحه یوه کمیټه ترتیب, تر څو په ټاکلي وخت کې د ځنګلونو د وهنې مخنیوي او قاچاق موضوع بررسي کړي او ګذارش یې مرکزي کمیټې سره شریک کړي.