خوست: د معتادینو د درملنې اویا بستریز روغتون ته نوی آمر معرفي شو.

نن ورځ د معتادینو د درملنې اویا بستریز روغتون لپاره ډاکټر مایل حق د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا سرپرست رئيس صاحب ګل خالد له لورې ددې ادارې همکارانو ته ور معرفي شو. د عامې روغتیا سرپرست رئیس صاحب ګل خالد وویل چې د خپلو مشرانو په هدایت ډاکټر مایل حق دې […]

نن ورځ د معتادینو د درملنې اویا بستریز روغتون لپاره ډاکټر مایل حق د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا سرپرست رئيس صاحب ګل خالد له لورې ددې ادارې همکارانو ته ور معرفي شو.

د عامې روغتیا سرپرست رئیس صاحب ګل خالد وویل چې د خپلو مشرانو په هدایت ډاکټر مایل حق دې ادارې ته د نوي مسؤل په توګه ټاکل شوی او نن تاسو ته معرفي شو, تر څو پدې اداره کې یو لړ اصلاحات رامنځته شي.

ښاغلي صاحب ګل زیاته کړه, د افغانستان ا.ا ژمن دی, چې د روغتیا په برخه کې ولسونو ته سهولتونه برابر کړي او د روغتیا برخه کې شته ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د معتدینو د درملنې اویا بستریز روغتون لپاره نوي ټاکل شوي آمر ډاکټر مایل حق د مشرانو له باور مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ, چې پدې اداره کې به د اصلاحاتو او نوښتونو رامنځته کولو لپاره د خپلو همکارانو په ملتیا ګډ کار کوي.

ډاکټر مایل حق د خوست په ولسونو غږ وکړ, چې د نشه یې توکو د استمال څخه ډډه وکړي, اسلام د نشه یې توکو کرکیله, استمال او هر ډول پير او پلور منع کړی.

نوموړي په ولسونو غږ وکړه, چې پدې برخه کې عامه پوهاوی وکړي او خپل وروڼه او د فامیل غړي ددې ناوړه پدیدې او وژونکي عمل څخه وژغوري.

‏2021‏/11‏/7