خوست : د لکڼو په جبې سیمه کې د فوټبال پیل شوی ټورنامینټ پای ته ورسېد

د فوټبال هغه ټورنامینټ ،چې درې میاشتې وړاندې دخوست ولایت مربوط دلکڼو په جبه سیمه کې د پینځوسو لوبډلو ترمنځ دسیمې دځوانانو له خوا پیل شوی و، پای ته ورسېد. دفاینل لوبې دې مراسمو د اسلامي امارت دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ، د دعوت ارشاد دکمېسیون رئیس مولوي حبیب الله ، دخوست دفوټپال فدراسیون […]

د فوټبال هغه ټورنامینټ ،چې درې میاشتې وړاندې دخوست ولایت مربوط دلکڼو په جبه سیمه کې د پینځوسو لوبډلو ترمنځ دسیمې دځوانانو له خوا پیل شوی و، پای ته ورسېد.
دفاینل لوبې دې مراسمو د اسلامي امارت دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ، د دعوت ارشاد دکمېسیون رئیس مولوي حبیب الله ، دخوست دفوټپال فدراسیون مسؤول عبدالفتاح واکمن ، دسیمې قومي مشران ، دسمې فعال ځوانان ، ورزشکاران او د ورزش په زرګونو مینه وال راغلي وو.
د فوټبال دغه دفاینل لوبه ،چې د لکڼو دمنتخبې لوبډلې او دمندوخېلو همت لوبډلې ترمنځ وه ، تر پایه بې نتیجې روانه وه ،چې دواړو لوبډلو په په قدرت سره کوښښونه وکړل ،چې مخالفې لوبډلې ته ګولونه ورکړي ، خو ونه توانېدل.
په پای کې دپرېکړې پر اساس پینالټیو ته لوبه ورسېدله ،چې د مندوخېلو همت ټیم د یوه زیات ګول په وهلو سره مخالفه لوبډله له ماتې سره مخ کړه او د جبې ټورنامینټ ددې کال اتله لوبډله شوله.
د مراسمو په پای کې د خوست ولایت ورزشي امر خبرې وکړې ،چې دخوست ولایت له والي محمد نبي عمري او د خوست ولایت له امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت څخه زیاته مننه وکړه ،چې همېشه یې د ټولو ورزشي فعالیتونو څخه کلک ملاتړ اعلان کړی او د دوی د امنیت له پاره یې کوټلي ګامونه اخیستي .
ملنګ همدا ډول د سیمې له ځوانانو یې مننه وکړه ،چې همېشه یې په سیمه کې دا ډول لوی ټورنامینټونه جوړ کړي او په بریالیتوب سره یې پای ته رسولي.
ملنګ مننه وکړه د ایوبي الشفاء روغتون څخه ،چې د پای لوبې له پاره یې امبولانس ، پینځه تنه تکړه ډاکټران او کپونه برابر کړي وو، منلګ وویل ،چې اسلامي امارت تل ورزش ته په پوره لېوالتیا کار کوي او هم یې د علیشېرو ولسوالۍ او شینکۍ پوستې له امنیتي مسؤولینو مننه وکړه ،چې ددې سیالیو امنیت یې ډېر په کلک ډول نیولی و.
ورزشي امر همداشان دسیمې ځوانانو ته لس ستاینلیکونه، یو سیټ ورزشي لباس او نورې تحفې برابرې کړې وې او دسیمې ځوانانو ته یې ورکړې .
له ملنګ وروسته د دعوت ارشاد دکمېسیون رئیس مولوي حبیب الله خبرې وکړې ، نوموړي هم وویل ،چې تل ورزش ته کار کوي او دورزشکارانو ترڅنګ په کلک هوډ ولاړ دی.
په وروستیو کې د سیمې د ځوانانو مسؤول له ورزشي امر ملنګ مننه وکړه،چې د دوی هڅې او کوششونه یې د ورزش په ډګر کې ستایلي او لا به هم دې هڅو ته په سیمه کې ادامه ورکوي.
په پای کې برابر شوي کپونه ،مډالونه او تحفې په مستحقو کسانو ووېشل شول.
د یادولو وړ ده، چې په دې نېږدې وختونو کې خوست ولایت د ګڼو ټورنامینټونو شاهد دی ،چې دغه ټورنامینټونه په مختلفو رشتو کې په داخلي او ولایتي کچو روان دي .