خوست: د درې نیم مېلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

الامارة (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۳) نن ورځ د خوست کتلوي معافیت دفتر د چاردیوالۍ چارې د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت پېل شول، چې مالي لګښت یې د یونیسېف نړیوالې ادارې له لورې ورکول کیږي. خوست والي الحاج ملا بسم الله عبدالله په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې د […]

الامارة (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۳)
نن ورځ د خوست کتلوي معافیت دفتر د چاردیوالۍ چارې د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت پېل شول، چې مالي لګښت یې د یونیسېف نړیوالې ادارې له لورې ورکول کیږي.
خوست والي الحاج ملا بسم الله عبدالله په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې د یادې پروژې چارې به په دوه میاشتو کې د قرارداد مطابق بشپړې شي.
نوموړي په دې برخه کې د عامې روغتیا ریاست او شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د چارو کیفیت ته ځانګړي پاملرنه وکړي او په پوره شفافیت د یادې پروژې کارونه بشپړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر نېک ولي شاه مومن د یونیسېف له ادارې مننه وکړه، چې د روغتیا په برخه کې د روغتیا وزارت سره همکاري کوي.