خوست: درګۍ او صبریو کې رینجر تخریب، جلا بریدونو ۱۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

 پرون سهار ۹ بجې مجاهدینو د خوست ولایت درګۍ ولسوالۍ اړوند ناړخیلو سیمه کې د مزدورو پولیسو په رینجر موټر کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې رینجر تخریب، پکې سپاره ۶ ګوډاګیان قتل، ۲ نور ژوبل شول. ورته مهال د صبریو ولسوالۍ اړوند یعقوبیو سیمه کې د مزدوري اردو په پیاده عسکرو […]

 پرون سهار ۹ بجې مجاهدینو د خوست ولایت درګۍ ولسوالۍ اړوند ناړخیلو سیمه کې د مزدورو پولیسو په رینجر موټر کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې رینجر تخریب، پکې سپاره ۶ ګوډاګیان قتل، ۲ نور ژوبل شول.

ورته مهال د صبریو ولسوالۍ اړوند یعقوبیو سیمه کې د مزدوري اردو په پیاده عسکرو د مجاهدینو لخوا تکتیکي ماین چاودنه وشوه، چې په نتېجه کې یې ۱ مزدور عسکر ژوبل شو.

همداراز ۷ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند اباد خانې سیمه کې په مزدورو ضربتیانو او ځانګړې قطعې په ګوډاګیانو د سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره شوی، چې په نتېجه کې یې ۳ مزدور عسکر وژل شوي او وروسته دښمن له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

‏2021‏/6‏/7