خوست:د عامې روغتیا مسؤلینو سره ناسته وشوه.

نن د ولایت مقام استازي او مطبوعاتي مسؤل ښاغلي مولوي اختر محمد عکرمه په مشرۍ د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او همکارو مؤسسو استازو سره ناسته وشوه. پدې ناست کې د عامې روغتیا ریاست کې شته ستونزو د زر تر زره حل, ملکي روغتون کې مریضانو ته په وخت د خدماتو وړاندې کولو,  د ولسوالیو […]

نن د ولایت مقام استازي او مطبوعاتي مسؤل ښاغلي مولوي اختر محمد عکرمه په مشرۍ د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او همکارو مؤسسو استازو سره ناسته وشوه.

پدې ناست کې د عامې روغتیا ریاست کې شته ستونزو د زر تر زره حل, ملکي روغتون کې مریضانو ته په وخت د خدماتو وړاندې کولو,  د ولسوالیو رغتیایي مراکز په طبي وسایلو تجهیز او یو شمېر نورو برخو په اړه ګډ بحث ترسره او په اړه یې وړ تصمیمونه ونیول شول.

همدرانګه په نیږدې ورځو کې هغه ټیم چې له مرکز څخه راځي او یو روغتیایي کیمپ جوړوي, د نوموړي روغتیایي کیمپ په اړه هم اړوندو مسؤلینو ته دنده وسپارل شوه, څو د کیمپ د ښه ترسره وي په برخه کې راغلي ټیم سره همکاري وکړي.

‏2021‏/11‏/6