جي ۷ هيوادونو روسيې ته په اوکراين د ممکنه بريد په اړه خبرداری ورکړی

د نړۍ يو شمېر پرمختلليو هيوادونو بلاک ګروپ (جي ۷) روسيې ته پر اوکراين د ممکنه حملې په خبرادری ورکړ، دوی په یوې ګډې اعلاميې کې ويلي، که چېرته روسيه پر اوکراين باندې حمله وکړي نو دروند تاوان به يې پرې کړي، د برېتانيې يوې رسنۍ رويټرز ته ويلي، چې د امريکې اړوند خفيه ادارې […]

د نړۍ يو شمېر پرمختلليو هيوادونو بلاک ګروپ (جي ۷) روسيې ته پر اوکراين د ممکنه حملې په خبرادری ورکړ، دوی په یوې ګډې اعلاميې کې ويلي، که چېرته روسيه پر اوکراين باندې حمله وکړي نو دروند تاوان به يې پرې کړي، د برېتانيې يوې رسنۍ رويټرز ته ويلي، چې د امريکې اړوند خفيه ادارې په دې اند دي چې ښايي روسيه به راتلونکې مياشت پر اوکراين باندې حمله وکړي، رسنۍ همدا راز ويلي چې د روسيې ۷۵ زره پوځيان به په دغه جګړه کې برخه ولري.

بلخوا روسيې د امريکې د خفيه ادارو دغه وړاندوينې رد کړې او ويلي يې دي، چې دوی په اوکراين د حملې کولو پلان نه لري او لوېديځ تل د دوی په وړاندې له پروپاګند څخه کار اخیستی دی، روسيه وايي، چې ناټو ته پراختيا ورکول او اوکراین ته پکې ممکنه غړيتوب ورکول به ددوی له ژمنو سر غړونه وي.

د برېتانيې په مشهور ښار ليور پول کې د يکشنبې په ورځ د جي ۷ هيوادونو اړوند بلاک ګروپ په يوې غونډه کې له اوکراين سره پر پوله د روسيې پوځي موجوديت غندلی دی، رويټرز د يادو هيوادونو له پرېکړه ليک څخه نقلوي، که روسيې په اوکراين بريد وکړ نو خورا دروند قېمت به ادا کاندي.

په دې پرېکړه ليک کې همدا شان راغلي دي، چې دوی د اوکراين خود مختار او سيمه ييز سالميت ته ژمن دي، همداسې يو هيواد کولی شي خپل راتلونکی په خپله وټاکي او دغه هيوادونه به له اوکراين سره اوږه په اوږه ولاړ وي، خو روسيه لا هم وايي چې اوکراين د ناټو په غړيو هيوادونو کې شاملول دوی ته د زغملو نه ده.

روسيه وېره لري چې ښايي اوکراين له هغه وروسته چې ناټو کې خپل غړيتوب تر لاسه کړي، د روسيې په وړاندې به په ګاوډيو هيوادونو کې د ناټو اړوند پرمختللی توغنديز سيستم نصب او روسيه به خپل هدف وګرځوي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بيا ويلي، چې په قانوني توګه ناټو نشي کولی په ختيځ کې پراختيا پيدا کړي خو واشنګټن وايي، چې د اوکراين په شموليت کې څوک خنډ نشي ایجادولی او ښايي اوکراين په ناټو کې شموليت تر لاسه کړي.