جوزجان مرکز د کابل ادارې ۱ کارمند له مجاهدینو سره یو ځای شو

د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار پرون د جوزجان ولایت مرکز کې د غلام سخي ولد ګل محمد په نوم د تنګه اوزبیکیه کلي یو تن اوسیدونکی چې په امنیه قومنداني کې یې دنده درلوده د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره له […]

د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار پرون د جوزجان ولایت مرکز کې د غلام سخي ولد ګل محمد په نوم د تنګه اوزبیکیه کلي یو تن اوسیدونکی چې په امنیه قومنداني کې یې دنده درلوده د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو.

نوموړي د کابل ادارې له عسکرو او چارواکو سره د مجاهدینو د ترحم او مهربانۍ چلند ستایلی او په تېرو اعمالو د پښېمانۍ تر څنګ یې ژمنه کړې ده، چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لیکو ته نه ورځي او نه به د دوی لپاره کوم فعالیت کوي.

29/6/2021