جنوب لویدیځ ولایتونو ته (د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې له لوري )د تللي هیئت کاري راپورتاژ

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې له خوا په ۱۴۳۸/۱۰/۱۸/هق نیټه د هیواد جنوب لویدیځي حوزې ولایتونو ته د ملکي خلکو د ستونزو، له عام ولس سره د مجاهدینو د چلند او یو لړ نورو اړینو مسائلو د څیړلو او حل کولو په هدف د یادي حوزې د مسئول […]

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې له خوا په ۱۴۳۸/۱۰/۱۸/هق نیټه د هیواد جنوب لویدیځي حوزې ولایتونو ته د ملکي خلکو د ستونزو، له عام ولس سره د مجاهدینو د چلند او یو لړ نورو اړینو مسائلو د څیړلو او حل کولو په هدف د یادي حوزې د مسئول محترم الحاج مولوي عبدالمنان صاحب په مشري یو هیئت سفر وکړ.
هیئت د خپل کاري سفر په ترڅ کې د نوموړي حوزې (فراه، نیمروز، هرات، بادغیس او فاریاب) د ۵ ولایتونو دوره وکړه.
هیئت خپل کار له فراه ولایت څخه پیل کړ او ورپسې نیمروز، هرات، بادغیس اوفاریاب ولایتونه ته لاړ او بیایې د خپل کاري پلان له مخي په هرولایت کې د ولایت له محترم والي صاحب، دهغه له مرستیال، د ولایتی کمیسون له مسئولینو سره منظمي کتني ترسره کړې.
د نوموړي هیئت مسئولینو په یادو ولایتونو کې له قاضیانو، ولسوالانو او نورو نظامي مسئولینو سره هم ګټور مجالس ترسره کړل.
دوی همدارنګه په یادو ولایتونو کې له علماء کرامو، سپين ږیرو، قومي مخورو او ګڼ شمیر عامو بانفوذه خلکو سره ګډي غونډې وکړې.
د غونډو په مهال د هیئت مشر د اسلامي امارت د مشرتابه مقام سلامونه او پیرزویني وړاندي کړې او همدارنګه یې ټولو ته واضحه کړه، چې د مشرتابه مقام، عام ولس خپل وجود بولي او په هردرد او غم باندي یې سخت دردیږي، نو بناء مجاهدین باید د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او د دې مجاهد او ځوریدلي ملت زړونه خوشحاله وساتي او داچې د دې مظلوم ولس ځورول او هغوی ته زیان رسول هیڅ کله د منلو نه دي.
همدرانګه د هیئت محترم مشر الحاج مولوي عبدالمنان صاحب هم د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې مجاهدین دې خپل صفونه تصفیه کړې مفسد، قاتل، له مزدوري ادارې سره اړیکي درلودونکي افراد او همدارنګه کشران دې په خپلو صفونو کې پرېنږدې او غیرمسئول وسلوال دي بې وسلې شې او هیڅوک دې د اسلامي امارت له رسمي اجازې پرته د ولس په منځ کې وسله نه ګرزوي او دا به ضرور کیږي، ترڅو د عامو خلکو او مجاهدینو ترمنځ توپیر وشي.
دغه راز له خلکو سره د غونډو په لړ کې د ولس ستونزې په ګوته شوې، د خلکو نظرونه او شکایتونه واریدل شول او دحل کولو لاري چاري یې ترلاس لاندي ونیول شوې.
په یادو ولایتونو کې د قضایي او حقوقي مسائلود په اړوند د سیمنارونو په شکل لويي لویي غونډي جوړي شوې او مجاهدینوته سپارښتنه وشوه، چې د خلکو د ستونزو په اساسي او منصفانه حل کې زیاتي ستړیاوي وګالي تر څو د خلکو مشکلات رفع شي.
د شکایتونو له اوریدلو او ثبتولو وروسته تللي هیئت د یادو ولایتونو له والیانو، د جنوب لویدیځي حوزې د نظامي حلقو له مسئولینو او نورو مشرانو سره ګډمجالس ترسره کړل او ثبت شویو شکایتونوته د رسیدو په هدف یې مناسبي پریکړي وکړې.
په ټول کې د هیئت د دغه سفر په ترڅ کې په یادو ولایتونو کې د خلکو ګڼ شمیر مشکلات حل شول، نظرونه او شکایتونه یې واوریدل شول، مجاهدین د خلکو ملکي او حقوقي مشکلاتو ته متوجه کړل شول، د مجاهدینو ترمنځ د همآهنګي اتفاق او یووالي په برخه کې ډیر اغیزمن ګامونه پورته شول، چې دا ټولي د یاد هیئت لویي لاس ته راوړني دي.
په پای کې تللي هیئت د خپل دغه سفر بشپړ کاري راپور د اسلامي امارت مشرتابه محترم مقام ته وړاندي کړ.
2017/9/5