جاپان: د اوساکا ښار په یوه روغتون کې اورلګېدنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې

د رسنیو د راپورونو له مخې، د جاپان د اوساکا ښار چې د یاد هیواد درېیم ستر ښار بلل کیږي، په یوه روغتون کې د اور لګېدنې له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې، دا خورا خونړۍ پېښه د ځایي وخت په ۱۰:۲۰ دقیقو را منځ ته شوې ده. د جاپان کیودو خبري […]

د رسنیو د راپورونو له مخې، د جاپان د اوساکا ښار چې د یاد هیواد درېیم ستر ښار بلل کیږي، په یوه روغتون کې د اور لګېدنې له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې، دا خورا خونړۍ پېښه د ځایي وخت په ۱۰:۲۰ دقیقو را منځ ته شوې ده.

د جاپان کیودو خبري اژانس ویلي، یاده پېښه د دغه هیواد د اوساکا ښار په کیتاشینچي سیمه کې د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په څلورم پوړ کې را منځ ته شوې، د معلوماتو پر اساس په همدې پوړ کې متأثره روغتون اباد شوی و.

د خبري رسنیو د راپورونو پر اساس، له پېښې وروسته سمدستي سیمې ته د اور وژنې ټیم رسېدلی، د اور وژنې ادارې خبري رسنیو ته ویلي، اور لګېدنه په ۲۵ دقیقو کې مهار کړی شوه خو له بده مرغه یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نړیوالو خبري سرچینو د راپورونو له مخې، په دې خونړۍ پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۹ تنه نور بیا ټپیان دي، ویل کیږي په ټپیانو کې د ډېرو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

بلخوا امنیتي سرچینو رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ښایي د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي، د یادونې وړ ده چې تر اوسه د یادې اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.