تخار مرکز کې ۴ مهمي سیمې فتحه، ګڼ شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

په مزدور دښمن د بریدونو په دوام تیره شپه مجاهدینو د تخار ولایت مرکز تالقان په مربوطاتو کې له مزدور دښمن سره نښته وکړه. له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغو بریدنو په نتېجه کې د اورته بوز دروازه، شپږمه حوزه، دوهمه حوزه او قزاق سیمې د دښمن له وجود څخه […]

په مزدور دښمن د بریدونو په دوام تیره شپه مجاهدینو د تخار ولایت مرکز تالقان په مربوطاتو کې له مزدور دښمن سره نښته وکړه.

له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغو بریدنو په نتېجه کې د اورته بوز دروازه، شپږمه حوزه، دوهمه حوزه او قزاق سیمې د دښمن له وجود څخه پاکې او د مجاهدینو لاسته ولوېدلې.

همداراز دغو عملیاتو کې ۲۷ تنه مزدور کمانډویان او نور عسکر قتل، ۱۹ نور ژوبل شوي دي، په دې برسېره د دښمن ۱ ټانګ تخریب شوی، پریمانه وسله او مهمات یې د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/8‏/8