تخار مرکز کې سیمې فتحه، ۴۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د تخار مرکز تالقان په مربوطاتو کې په مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې وازه اورته بوز، شپږمه حوزه، دوومه حوزه او د قزاق سیمه کې څو سیمې په مکمل ډول فتحه، د مزدورو کمانډویانو په ګډون ۲۷ ګوډاګیان قتل، ۱۹ تنه نور ژوبل […]

پرون شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د تخار مرکز تالقان په مربوطاتو کې په مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې وازه اورته بوز، شپږمه حوزه، دوومه حوزه او د قزاق سیمه کې څو سیمې په مکمل ډول فتحه، د مزدورو کمانډویانو په ګډون ۲۷ ګوډاګیان قتل، ۱۹ تنه نور ژوبل شول.

دغه رنګه د دښمن ۱ ټانک تخریب شوی، ۳ میله پیکا، ۱ راکټ، ۱۰ میله کلاشنکوف، ۱ رینجر، ۴ بکسې د پیکا مرمۍ، ۲ مخابرې د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/8‏/9