تخار مرکز تالقان کې محبس او څېرمه پراخي سیمې فتحه شوې

د پرله پسې بریاو په لړ کې نن غرمه د اسلامي امارت مجاهدین د تخار مرکز تالقان ښار زړه ته ورسیدل او عمومي محبس یې تر خپل کنترول لاندې راوست. دښمن د تلفاتو په لیدلو سره و تښتید، ډیره وسله، وسائط او تجهیزات د مجاهدینو لاس ته ورغلل. د راپور له مخې د دښمن په […]

د پرله پسې بریاو په لړ کې نن غرمه د اسلامي امارت مجاهدین د تخار مرکز تالقان ښار زړه ته ورسیدل او عمومي محبس یې تر خپل کنترول لاندې راوست.

دښمن د تلفاتو په لیدلو سره و تښتید، ډیره وسله، وسائط او تجهیزات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

د راپور له مخې د دښمن په لږ پاته شرځالو هم بریدونه روان دي، دښمن د تېښتي په حال کې ده او مجاهدینو د دښمن په تعقیب کې سیمې تصفیه کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د ښار لویدیځ لوري یونس اباد او باغ ذخیره دغه رنګه د دوومي حوزې له طرفه زړې شفاخاني او پنځم شپږم سړک ته مجاهدین رسیدلي، دغه رنګه د خسکپې سیمه کې هم د مزدور دښمن خط مات شوی او دښمن د امنیه قومندانۍ لوري ته تښتېدلی.

جګړه دوام لري او مجاهدین چټک پرمختګ کوي.

‏2021‏/8‏/8