نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون ماښام مجاهدینو د مزدور دښمن په هغه کتار برید وکړ، چې له خواجه غار څخه د بهارک ولسوالۍ د مرستې لپاره روان و. دغه کمین برید د بهارک ولسوالۍ په کوترمه او خروټو سیمه کې ترسره شوی، چې له کبله یې د ۲ مزدورو قومندانانو په ګډون ۵ ګوډاګیان وژل شوي، ۴ نور ژوبل […]
پرون ماښام مجاهدینو د مزدور دښمن په هغه کتار برید وکړ، چې له خواجه غار څخه د بهارک ولسوالۍ د مرستې لپاره روان و. دغه کمین برید د بهارک ولسوالۍ په کوترمه او خروټو سیمه کې ترسره شوی، چې له کبله یې د ۲ مزدورو قومندانانو په ګډون ۵ ګوډاګیان وژل شوي، ۴ نور ژوبل شوي دي. همداراز له دښمن څخه ۱ ټانک، ۱ راکټ، ۱ میل پیکا، ۱ کلاشنکوف د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
د یو بل راپور له مخې تېره شپه د رستاق ولسوالۍ اړوند کوکجر سیمه کې مجاهدینو له مزدور دښمن سره په نښته کې د قومندان بازار او قومندان عمر په ګډون ۶ ګوډاګیان وژلي او ۶ نور یې ژوبل کړي دي. وروسته وارخطا دښمن پوسته تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلی دی.
د یادې پوستې په فتحه کېدو سره پراخه سیمه د مزدور دښمن له ناپاک وجود څخه پاکه شوه.
19/06/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.