نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون ماسپښین د تخار ولایت کې د دښت قلعه ولسوالۍ مرکز او ټول اړوند تأسیسات د مزدور دښمن لخوا تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې یاده فتحه کې ګڼ وسائط او وسائل هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. د راپور له مخې ۷۰ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ژوندي نیول شوي، […]
پرون ماسپښین د تخار ولایت کې د دښت قلعه ولسوالۍ مرکز او ټول اړوند تأسیسات د مزدور دښمن لخوا تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې یاده فتحه کې ګڼ وسائط او وسائل هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. د راپور له مخې ۷۰ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ژوندي نیول شوي، ۵ ټانکونه، ۱۱ رینجر موټر، ۱ غټ باروړونکی موټر، ۲ څلور ټیره موټر سیکلونه، ۵۱ میله کلاشنکوفونه، ۸ نارنجک، ۷ روسي پیکاوي ، ۲ ایم ۴۰، ۱ میل ایم ۴۹، ۹میله راکټ، ۵ میله ایم ۱۶، ۱ دهشکه، ۱ هاوان او ۴ مازدا موټر مختلف النوع مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
همداراز پرون مازدیګر د دغه ولایت درقد ولسوالي هم له ټولو ملحقاتو سره یو ځای د مجاهدینو لاسته لوېدلې، او پکې په لوی شمېر جنګي توکي، وسلې او وسائط ونیول شول.
د راپور له مخې دغه فتحې په ترڅ کې ۲۹ مزدور کمانډویان، ۳۵ عسکر، ۱۸ پولیس، ۳۸ اربکیان ژوندي نیول شوي، او ۷۲ میله ایم ۱۶- ۲۱ میله ایم ۴ له دوربینونو سره – ۱۷ میله ایم ۴۰ – ۱۶ میله ایم ۴۹ – ۱۳ میله راکټ – ۴۰ میله کلاشنکوف – ۴ میله روسۍ پیکا – ۱ میل درازکوف – ۱ نوی راکټ چې یواځي یو ډز وربانې شوی – ۹ د شپې دوربینونه – ۱ سمسم – ۱ ایس پي جي ۹، ۲۰ ټانکونه او یوه لویه اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
دغه رنګه د خواجه غار ولسوالي، امنیه قومنداني، د استخباراتو مرکز او نور هم د زړورو مجاهدینو په لاس فتحه، ۱۳ ټانکونه، ۳ رینجر، ۴ پیک اپ موټر او نور توکي د مجاهدینو لاس ته ورغلل او دښمن له سیمې وتښتېد.
او بالاخره مازدیګر ۴ بجې د یاد ولایت د خواجه بهاؤالدین ولسوالۍ مرکز او ملحقاتو یې هم د اسلامي امارت د حاکمیت بیرغ رپآند، د چرسي په نوم د مزدور دښمن بیس هم د مجاهدینو د بریدونو له وېري تخلیه، ۱ عسکر ژوندی نیول شوی، ۱۱ رینجر، ۱۰ ټانکونه، ۳ غټ باروړونکي موټر ۲۰ څلور ټېره موټر سیکلونه، ۳۰ بکسې د ډیسي توپ مرمۍ او په زیاته اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
2021/6/22
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.