تخار: درقد کې ۴ اربکیان ووژل شول، وسلې یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي

د رارسیدلو خبرونو له مخي تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د تخار ولایت درقد ولسوالۍ مرکز ته نژدې سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د اسلامي امارت مجاهدینو بریدوکړ. د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د جګړې په جریان کې ۴ تنه شریر اربکیان ووژل شول، یو شمیر نور ټپیان شول. په نښته کې […]

د رارسیدلو خبرونو له مخي تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د تخار ولایت درقد ولسوالۍ مرکز ته نژدې سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د اسلامي امارت مجاهدینو بریدوکړ.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د جګړې په جریان کې ۴ تنه شریر اربکیان ووژل شول، یو شمیر نور ټپیان شول.

په نښته کې له دښمن څخه ۱ قبضه راکیټ، ۱ میله پیکا ماشیندار او په زیاته اندازه مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

په جګړه کې ۱ تن مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

2017/8/24