نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په الهي نصرت او د زړورو مجاهدینو د زیار له برکته په ټول هیواد کې د پرله پسې فتوحاتو په دوام د تخار اشکمش ولسوالۍ هم فتحه شوه. د باوري خبر په استناد تېره شپه ۳ بجې مجاهدینو د یادې ولسوالۍ په مرکز او اړوندو ودانیو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل، چې د مازدیګر […]
په الهي نصرت او د زړورو مجاهدینو د زیار له برکته په ټول هیواد کې د پرله پسې فتوحاتو په دوام د تخار اشکمش ولسوالۍ هم فتحه شوه.
د باوري خبر په استناد تېره شپه ۳ بجې مجاهدینو د یادې ولسوالۍ په مرکز او اړوندو ودانیو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل، چې د مازدیګر تر ۴ بجو یې دوام درلود، چې په ترڅ کې یې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ولسوالۍ ټول ملحقات په مکمل ډول فتحه شول.
همداراز د دښمن یو ستربیس، د پل خرکار، مرکز معلم رؤف، مرکز سیدمحمود، د ګژدمک قطعې مرکز، سیاب او جمعه بازار په نومونو پراخي سیمې د مجاهدینو لاسته ولوېدلې.
دغو بریدونو کې د یادې ولسوالۍ د ولسوال پیرمقتدر په ګډون ۵ ګوډاګیان وژل شوي، ۷ نور ژوبل شوي، ۳ ټانکونه، ۴ رینجر موټر، ۳ میل کلاشنکوف، ۱میل راکټ او زیاته اندازه مختلف النوع مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
2021/6/11
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.