بلخ کې یو تن چې غوښتل یې د شرابو په نشه کې خپله کورنۍ ووژني ونیول شو.

نن د بلخ مزارشریف ښار د اولي ناحیې کوڅه کلکین سیمه کې یو تن شراب خور محمد ظاهر د محمد عمر زوی د امنیتي ځواکونو له لوري په داسي حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د شرابو له نشې وروسته خپله ټوله کورنۍ ووژني. له نوموړي سره یو ټوپک چې غوښتل یې د کورنۍ […]

نن د بلخ مزارشریف ښار د اولي ناحیې کوڅه کلکین سیمه کې یو تن شراب خور محمد ظاهر د محمد عمر زوی د امنیتي ځواکونو له لوري په داسي حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د شرابو له نشې وروسته خپله ټوله کورنۍ ووژني.

له نوموړي سره یو ټوپک چې غوښتل یې د کورنۍ غړي پرې ووژني په داسي حال کې ورسره ونیول شو چې د کورنۍ په غړو باندي یې ډزي پیل کړي وې.

له نیکه مرغه د نوموړي په ډزو کوم څوک نه دی لګېدلی او مخکي له دې چې دخپلي کورنۍ کوم څوک وولي سیمي ته امنیتي ځواکونه په وخت رسیدلي او نوموړی یې له وسلې سره یوځای نیولی.

د پیښي په اړه لاهم څیړني پیل شوي او مجرم د پیښي د لا ښه څیړني او معلوماتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی تر څو یاده پیښه ښه وڅیړل شي او مجرم ته شرعي او قانوني سزا او جزا ورکول شي.

1443/3/20