بلخ کې د صفونو د تصفیې کمېسیون ناسته ترسره شوه

نن سهار ۱۰ بجې د بلخ ولایت مقام تالار کې له پلازمېنه کابل څخه د اسلامي امارت د صفوفو د تصفیې د کمېسیون د راغلي هیئت له لوري ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې لومړی د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، مولوي عبدالله غزنوي د استخباراتو ریاست لوی رئیس او ا.ا د […]

نن سهار ۱۰ بجې د بلخ ولایت مقام تالار کې له پلازمېنه کابل څخه د اسلامي امارت د صفوفو د تصفیې د کمېسیون د راغلي هیئت له لوري ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې لومړی د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، مولوي عبدالله غزنوي د استخباراتو ریاست لوی رئیس او ا.ا د صفونو د تصفیې کمیسیون مرستیال، جنرال شیر محمد شریف د سرحدي پولیسو رییس او د تصفیې کمېسیون مرستیال، د دفاع وزارت ستر مفتش الحاج مفتي لطيف الله حکیمي، د مزارشریف قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري، د صفونو د تصفیې کمېسيون غړیو، ولایتي مسؤلینو او د بېلابېلو څانګو امنیتي مسوولینو او د فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان ولايتونو مسؤلینو او استازو شتون درلود.
د دغه مراسمو په پیل کې د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله “ابوحمزه ” د اسلامي امارت د مجاهدینو له هلو ځلو څخه یادونه وکړه او د تصفیې کمېسیون د جوړولو په برخه کې یې د مشرانو نېک اقدام، مهم او اړین یاد کړ او د دغه کمېسیون موخه يې د مجاهدینو د لیکو پاکول، ډاډمن امنیت رامنځته کول او باور پرې ټینګښت یاده کړه.
د بلخ ولایت والي د مفسدینو او مغرضو کسانو پر وړاندي د مبارزې یادونه وکړه، او وویل چې همدا رنګه دغه اقدام د دې لامل کېږي چې زموږ نظام پياوړی شي او ولس ته ښه خدمتونه وړاندي کړل شي.
ښاغلي ابوحمزه د مجاهدينو په صفونو کې د مفسدینو شتون؛ د مشکلاتو زیاتېدل او فساد ته زمینه برابرول یاد کړل او د اړوندو مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې جدي پام وکړي.
د بلخ ولایت والي دلګۍ مشرانو او نظامي قوماندانانو ته په اشارې وویل، چې هېڅ کله هڅه ونکړي ترڅو په خپل صف کې نامناسب او مفسد کسانو ته ځای ورکړي.
په همدې حال کې د استخباراتو ریاست د دفتر رئیس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال مولوي عبدالله “غزنوي” چې په دغه مراسمو کې یې خبرې کولې د تصفیې کمېسیون اصلي موخه یې د مجاهدینو د شهادتونو او هلوځلو ته درنښت او احترام وښوده؛ او زياته یې کړه “موږ هلې ځلې کوو تر څو هغه مفسد کسان چې د مجاهدینو په جامه کې خلک او ولس ځوروي له صفونو څخه لري کړو”.
ښاغلي غزنوي د روسانو پر وړاندي د جهاد یادونه وکړه او زياته یې کړه، چي د هغه وخت د مجاهدینو د بې غورۍ او په لیکو کې د مفسدینو داخلېدو په پار، افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو کوربه شو.
همدا رنګه نوموړي وویل چې اوسمهال په ولایتونو کې د دغه کمېسیون استازي شتون او دنده لري، ترڅو په ولاياتو کې د مجاهدينو د صفونو د تنظیم او تصفیې لپاره چارې تر سره کړي.
د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال مولوي عبدالله غزنوي د ټولو اړوندو مسوولینو او امنیتي کسانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د دغه کمېسیون له غړیو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ور پسې د مزارشریف قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري، د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مجاهدینو او مسوولینو د دغه اقدام څخه هر کلی وکړ او ویې ویل چې مجاهدينو په تېرو شلو کلونو کې ډیري فداکارۍ او لاسته راوړنې درلودلې دي او په دغه بهیر کې ډېر مجاهدین په شهادت ورسېدل
نوموړي وویل “اوسمهال په کار ده چې د مجاهدینو په صف کې د مغرضو او خوارجو کسانو د ننه کېدو مخنیوی وکړو؛ ترڅو د هغو شهيدانو وینو ته درناوي وشي.
همدا رنګه جنرال شېر محمد “شریف” د سرحدي پولیسو رییس او د تصفیې کمېسیون مرستیال هم په تېرو شلو کلونو کې د مجاهدينو د لاسته راوړنو او ستونزو څخه یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مجاهدینو د صف د تنظیم او تصفیې لپاره هلي ځلي کوي تر څو نامناسب او مفسد کسان له صفونو څخه لرې او خلکو ته ښه خدمات وړاندي کړي او د شته اسلامي نظام لا پياوړتیا لپاره ګامونه اوچت شي
ښاغلي شریف زیاته کړه، چې د ا.ا.ا د صفونو د تصفیې کمېسیون کې د دريو وزارتونو” دفاع، کورنیو چارو وزارت او د استخبارات عمومي ریاست” استازو څخه تشکیل شوی.
همدا راز مولوي حمدالله منصوري د ملی دفاع د وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پيغام چې په دغه هکله تنظیم شوی وو؛ د مراسمو ګډونوالو ته واورولو. په دغه پیغام کې ښاغلي مجاهد د افغانستان اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون ارزښتمن او مهم یاد کړ او د ولایتونو امنیتي مسوولینو ته پکې لارښوونه شوي وه چې د دغه کمېسیون له استازو سره پوره مرسته وکړي.
د دغه مراسمو په پاي کې د هېواد ملي دفاع وزارت ستر مفتش او د صفوفو د کمېسیون مشر الحاج لطيف الله حکیمي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو ماته او د اسلامي امارت مجاهدینو بریا یادونه وکړه او د اسلامي امارت له مجاهدينو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ولس او نظام د ساتلو لپاره د شپې او ورځي لخوا لکه د پخوا په شان هڅې وکړي.
د هېواد ملي دفاع وزارت ستر مفتیش د اسلامي امارت مجاهدینو ته په اشارې سره وویل چې ټول قومونه چې په افغانستان کې اوسېږي، سره وروڼه دي، د اسلامي ارشاداتو او ا.ا.ا د اصولو مطابق د یو راز حقونو او مسئولیتونو مستحق دي او باید د ټولو افغانانو سره ښه چلند وشي.
د هغه په وینا په هېواد کې سني او شیعه مذهبونه او اهل هنود افغانانو لپاره د ژوندانه سهولتونو یو شان زمینه سازي د ا.ا دنده او مکلفیت بلل کېږي او مجاهدین دې ملت ته د شفقت او مهربانۍ لاس ورکړي او هېڅ څوک حق نلري چې ولس وځوروي.
نوموړي زیاته کړه، چې ا.ا مجاهدين باید د ملي یووالي سمبول او په اسلامي آدابو او اخلاقو سمبال وي.
ښاغلي حکیمي د دولت کارکوونکو ته هم ډاډ ورکړ چې پرته له وېرې څخه خپلو چارو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه هغه پخواني مفسدین او هر هغه څوک چې د نظام خلاف منفي تبلیغات کوي؛  په اسلامي امارت کې ځای نلري.
نوموړي ا.ا.ا د ټولو هیوادوالو او قومونو مشترک کور یاد کړ او سپارښتنه یې وکړه چې ټول مجاهدین باید له هر ډول تبعیض څخه خالي وي
همدارنګه نوموړي د اوسني حکومت او مجاهدینو دنده د ولس هوسایې او پرمختګ یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په نیژدې راتلونکي کې به د یولوي پرمختګ شاهدان و اوسو
نوموړي د دین، هیواد او ولس ساتنه د ټولو مجاهدینو مشترک هدف یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې دې هدف ته د رسیدو لپاره باید له یو او بل سره په مینه او اخلاص کار وکړو
د یادونې وړ ده، چې د صفونو د تصفیې کمېسیون راغلي پلاوي د چارو د سمبالښت لپاره ولایتي کمېسیون ته لازم امکانات او صلاحیتونه هم ؤسپارل او مجلس د پرېګړه‌لیک په لوستلو سره پای ؤموند.

29/3/1443
6/11/2021