نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم”عقرب” په ۲۴مه د بلخ ولایت والي محترم مولوي قدرت الله “ابو حمزه” د دولت آباد ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې له عامه خلکو، ملکي او امنیتي مسئولینو سره لیدنه او په مهمو امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو یې بحث او خبرې ؤرسره وکړې. د بلخ ولایت […]
پرون دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم”عقرب” په ۲۴مه د بلخ ولایت والي محترم مولوي قدرت الله “ابو حمزه” د دولت آباد ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې له عامه خلکو، ملکي او امنیتي مسئولینو سره لیدنه او په مهمو امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو یې بحث او خبرې ؤرسره وکړې. د بلخ ولایت والي د یادې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ا.ا مجاهدین او مسئولین ټول د عامو خلکو په خدمت کې دي، تر څو خلک خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه تر سره کړي. د بلخ ولایت والي د یادې ولسوالۍ له ولسوال، امنیې قوماندان او نورو مسئولینو سره د حکومتي ادارو پر فعال ساتلو، او ورځني فعالیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د خلکو کارونو او ستونزو ته باید په ښه توګه رسېدنه ؤشي او هېڅ نوع تعلُل او سهلانګاري باید د عامو خلکو د چارو په تر سره کولو کې صورت ونه نیسي. همدا رنګه والي صیب د دولت آباد ولسوالۍ د امنیت په برخه کې امنیتي مسئولینو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې تر هر څه به د امنیت برخې ته لومړیتوب ورکوي او د هر راز فساد پر وړاندې به جدي مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړه” اوس جدي اړتیا ده چې د ولس ټولو ستونزو ته پروخت رسیدګي وشي او ولس مو د ډاډمن امنیت تر څنګ په ټولو برخو کې ښه هوسا ژوند او په چارو کې پرمختګ ولري د یادولو وړ ده چې د دولت آباد ولسوالي د مزارشریف ښار شماللویدیځ لوري ته په کابو ۳۰ کیلومترۍ ستراتیژیک موقعیت کې قرار لري او د ا.ا د مجاهدینو په راتګ سره د بلخ د نورو ولسوالیو په څیر په یاده ولسوالۍ کې هم ولس ډاډمن امنیت لر او له هیڅ نوعه ستونزو سره لاس او ګریوان نه دي 1443/4/10 2021/11/15
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.