بغلان کې د کابل ادارې ۶۵ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتې په دوام په تېرو څو ورځو کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده او د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار د بغلان ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۶۵ تنه عسکر، پولیس او اربکیان له […]

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتې په دوام په تېرو څو ورځو کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده او د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار د بغلان ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۶۵ تنه عسکر، پولیس او اربکیان له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې، په راتلونکي کې د داسې کړنو د نه تکرار یې کلکه ژمنه کړې او مجاهدینو ته یې وعده ورکړې چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي او د همدې وعدې له مخې مجاهدینو د امن کارډونو په ورکولو سره عادي ژوند ته سوق کړي دي.

‏2021‏/7‏/31