نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ۱۵ د ربيع الاول ۱۴۴۳ نېټه د بغلان ولايت د اندراب او پلخمري مرکز ديني علماء کرامو او ځيني قومي مشرانو د سپيدار په ماڼۍ کې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي صاحب عبدالکبير سره ليدنه وکړه. د علماء کرامو او قومي مشرانو په نمايندګۍ ملا داد خدا، مولوي ساقي محمد او حاجي […]
نن ۱۵ د ربيع الاول ۱۴۴۳ نېټه د بغلان ولايت د اندراب او پلخمري مرکز ديني علماء کرامو او ځيني قومي مشرانو د سپيدار په ماڼۍ کې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي صاحب عبدالکبير سره ليدنه وکړه.
د علماء کرامو او قومي مشرانو په نمايندګۍ ملا داد خدا، مولوي ساقي محمد او حاجي محمد لقاء خبرې وکړې.
دوی د اندراب او پلخمري د تېر نظام هغه عسکرو په اړه تشويش لرلو چې لا هم تسليم شوي ندي، يا خو ګاونډي هېواد تاجکستان ته تښتيدلي دي< دوی مني چې د اسلامي آمارت عامه عفوه شوي ده مګر د دوی د سيمې هغه خلک چې د تېر نظام نظامي ګډونوال ؤ وېره لري چې طالبان به د امیرالمؤمنين له عفوې سرغړونه وکړي او دوی به متضرره کړي.
حاجي صاحب محمد لقاء ټينګار د سيمې اوسيدونکي يې له تاجکستان او د اندراب له غرونو خپلو کليو ته راشي او د اسلامي امارت په غېږ کې ژوند وکړي.
د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي صاحب عبدالکبير د دوی تشويش ډېر ژور او جدي وباله، دوی ته يې اطمنان ورکړ چې د امیر المؤمنين د فرمان په اساس د افغانستان هر وګړی د آمارت له لوري په آمن دی، او له عامې عفوې بايد خلک او طالبان دواړه ګټه واخلي، هغه زياته کړه چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې هندوان، سيکان او د مختلفو مذاهبو خلک اوسيږي مګر دا چې دوی د اسلامي امارت قوانينو ته ژمن پاتې دي، د امارت قوانين پر ځانو مني او مخالفت يې نکوي زمونو د ولس برخه بلل کيږي او پر مونږ د امنيت ساتنې حق لري.
مولوي صاحب عبدالکبير ددوی د ډاډګيرنې پخاطر دا هم وويل چې مونږ په هغه صورت کې افغانستان ته د هيچا په راتګ نه خفه کيږو چې د امارت تر چتر لاندې ژوند اختيار کړي.
د اندراب ديني علماء کرامو او قومي مشرانو وعده وکړه چې خپل بچيان به له هر ځای د امارت غېږې ته راولي، تسليم خط به اخلي او د بيت المال وسله به د آمارت مسؤلينو ته سپاري.
21/10/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.