بغلان: دوشي او پلخمري کې مزدور دښمن له ۷ پوستو څخه تښتېدلی

وړمه ورځ د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کې تر غرمې مخکې مزدور دښمن له درېو پوستو څخه وتښتېد. وروسته وارخطا دښمن د مجاهدینو د بریدونو له وېري د تعمیر پوسته او د مدرسې د سر پوسته هم تخلیه کړې او پریمانه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. همداراز د کرو سیمه کې ۲ نوري پوستې […]

وړمه ورځ د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کې تر غرمې مخکې مزدور دښمن له درېو پوستو څخه وتښتېد. وروسته وارخطا دښمن د مجاهدینو د بریدونو له وېري د تعمیر پوسته او د مدرسې د سر پوسته هم تخلیه کړې او پریمانه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

همداراز د کرو سیمه کې ۲ نوري پوستې او د دوستي کلي ۱ پوسته هم د دښمن لخوا تخلیه شوې او د مجاهدینو لاسته لوېدلې ده. په دې برسېره پریمان مهمات او جنګي توکې هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

د یوبل راپور له مخې د پلخمري ولسوالۍ باغ شمال سمیه کې هم په نښته کې د ۵ ګوډاګیانو تر مرګ ژوبلي وروسته پاته ګوډاګیان  د قمرالدین له پوستې تښتېدلی، یو تن یې له ‍۱ راکټ، ۱ پیکا او ۱ کلاشنکوف سره ژوندی نیول شوی دی.

‏2021‏/6‏/22