بغلان: دهنه غوري ولسوالۍ کې له یو شمېر مکاتبو څخه لیدنه تر سره شوه

د روان ۱۴۴۲ هجري قمري کال د شوال المکرم د میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند د پشه قول کلي د ذکورو او اناثو له متوسطه ښوونځيو، (پشه قول) او همدا راز د (میرزا عبد الغیاث) په نوم له متوسطه ښوونځي څخه چې توران کلي کې موقعیت لري […]

د روان ۱۴۴۲ هجري قمري کال د شوال المکرم د میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند د پشه قول کلي د ذکورو او اناثو له متوسطه ښوونځيو، (پشه قول) او همدا راز د (میرزا عبد الغیاث) په نوم له متوسطه ښوونځي څخه چې توران کلي کې موقعیت لري لیدنه تر سره شوه.

د دغو لیدنو پر مهال د یادو ښوونځیو اداري او تدریسي چارې په ښه توګه پر مخ روانې وې، همدا راز د یادو ښوونځيو زده کوونکي او ټول کار کوونکي حاضر او له عالي نظم او دسپلین څخه برخمن وو.

د یادونې وړ ده، چې په یادو ښوونځیو کې د تعلیم او تربیې کمېسیون نصاب او طرز العمل په بشپړه توګه عملي شوی و، د همدې لیدنو په جریان کې یو شمېر تعلیمي مواد هم پر زده کوونکو ووېشل شول.
۲۰۲۱/۶/۲۱