بدخشان: د شمالي حلقې د پوهنې کمېسیون یو پلاوي له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه (انځوریز)

د شمالي حلقې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون هیئت د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ چې تازه د اسلامي امارت مجاهدینو فتحه کړې، له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه. د پوهنې کمېسیون اړوند یاد هیئت د ارګو ولسوالۍ د ټولو تعلیمي ادارو له مسئولینو سره ناسته تر سره کړه، په دې ناسته کې د […]

د شمالي حلقې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون هیئت د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ چې تازه د اسلامي امارت مجاهدینو فتحه کړې، له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې کمېسیون اړوند یاد هیئت د ارګو ولسوالۍ د ټولو تعلیمي ادارو له مسئولینو سره ناسته تر سره کړه، په دې ناسته کې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون په لوائحو، طرز العملونو، پالیسیو، پلانونو او نصاب اړوند بحث تر سره شو او په دې اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په جریان کې د تعلیمي ادارو ټولو مسئولینو ته ډاډ ورکړل شو، تر څو خپلو دندو ته حاضري وکړي او له کوم ځنډ پرته د مراجعینو ستونزې ورحل کاندي.

د یاد هیئت لخوا د نجونو ښوونځیو ته هم ډاډ ورکړل شو، چې خپلې زده کړې دې د شریعت موافق او د اسلامي احکامو په رڼا کې جاري وساتي او د اسلامي امارت اصول او کړنلارې دې عملي کړي.

د غونډې ټولو برخوالو او قومي سپین ږیرو له مجاهدینو خوښي څرګنده کړه او د دوی یې تود هرکلی وکړ، همدا راز یې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون د پالیسۍ ستاینه وکړه.
۲۰۲۱/۸/۴