بامیان کې د کابل ادارې ۳ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د بامیان ولایت کې هم د کابل ادارې ۳ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي: ۱: […]

له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د بامیان ولایت کې هم د کابل ادارې ۳ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: محمد فضیل ولد مبارک شاه، کلی دوآب میخزرین ولسوالی کهمرد ولایت بامیان

۲: رحمن داد ولد علی داد، کلی پیشنګ ولسوالی سیغان ولایت بامیان

۳: محمد نسیم ولد محمد نعیم کلی دوشاخ ولسوالی کهمرد ولایت بامیان

راغلو کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې او بیا مزدوري ادارې ته د نه ورتلو یې کلکه ژمنه کړې ده.

مجاهدینو د دوی د راتلو هرکلی کړی او د امن کارډونو په ورکولو سره یې عادي ژوند ته سوق کړی دی.

‏2021‏/4‏/7