بامیان: غندک کې ۴ پوستې او ګڼ کلي د دښمن له وجود څخه پاک شول

له بامیان څخه الاماره ته د ورکړل شوي خبر له مخې پرون شپه د کابل ادارې هغه ۳۰ پولیس چې له څو ورځو را په دېخوا د غندک ولسوالۍ په دهن باغک سیمې په پوستو کې د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې ول مجاهدینو ته تسلیم شول او ۴ پوستې یې تخلیه کړي، د یادو […]

له بامیان څخه الاماره ته د ورکړل شوي خبر له مخې پرون شپه د کابل ادارې هغه ۳۰ پولیس چې له څو ورځو را په دېخوا د غندک ولسوالۍ په دهن باغک سیمې په پوستو کې د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې ول مجاهدینو ته تسلیم شول او ۴ پوستې یې تخلیه کړي، د یادو پوستو په فتحه کېدو سره د دهن باغک، بابه‌که، چهارراهی سنګپر، دهن ریشقاب، دهن آهنګران او جلمیش په نومونو پراخي سیمې د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلې.

همداراز له یادو پوستو څخه ۶ میل پیکا، ۳۰ میل کلاشنکوف، ۳ میل راکټ، ۱ دهشکه او په لویه اندازه مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/7‏/13