بامیان: د کهمرد ولسوالۍ مرکز، ټول ملحقات یې او ۲ کلي د مجاهدینو لاسته ولوېدل

د پرله پسې فتحو او بریاوو په دوام پرون ماسپښین د بامیان ولایت کهمرد ولسوالۍ وداني، امنیه قومنداني او اړوند ټول تاسېسات د مزدور دښمن لخوا تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د یو بل راپور له مخې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سرګلی کلی د قومندان شیخ نظر، قومندان داود او قومندان […]

د پرله پسې فتحو او بریاوو په دوام پرون ماسپښین د بامیان ولایت کهمرد ولسوالۍ وداني، امنیه قومنداني او اړوند ټول تاسېسات د مزدور دښمن لخوا تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل.

د یو بل راپور له مخې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سرګلی کلی د قومندان شیخ نظر، قومندان داود او قومندان اسلم، او د دواب میخ زرین کلی د قومندان کبیر، قومندان شیخ ناصر، حاجي نصرالله او د دوی د ټولو افرادو په تسلیمدو سره په مکمل ډول تخلیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل.

همداراز د یاد ولایت سیغان ولسوالۍ کې دښمن د مجاهدینو د بریدونو له وېري د دهن سیغان پوسته هم تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

‏2021‏/7‏/14