بادغیس ولایت مرکزقلعه نو او اړونده ولسوالیو کې داختر لمونځ په ارامه اودامن فضاء کې اداکړ شو.

  دافغانستان اسلامي امارت دستري محکمي دپرېکړي په اساس ټوله افغانستان کې دیک شنبه ورځ دکوچنی اخترلمړۍ ورځ اعلان شوه. نو له هم دي امله بادغیس ولایت مرکز قلعه نو او اړونده ولسوالیو کې داختر په مناسبت کلک امنیتي تدابر نیول شوي وه او هر لوري ته امنیتي ځواکونه ترسترګو کیدل او داختر لمونځ دامن […]

 

دافغانستان اسلامي امارت دستري محکمي دپرېکړي په اساس ټوله افغانستان کې دیک شنبه ورځ دکوچنی اخترلمړۍ ورځ اعلان شوه. نو له هم دي امله بادغیس ولایت مرکز قلعه نو او اړونده ولسوالیو کې داختر په مناسبت کلک امنیتي تدابر نیول شوي وه او هر لوري ته امنیتي ځواکونه ترسترګو کیدل او داختر لمونځ دامن او خوشحالۍ په فضاء کې ادا کړل شو. دخلکو په څهرو کې یوځانګړي خوشحالۍ احساس دل همدا یواځني اختر و چې په زیات شمیر دعیدګاه لمانځه ته ولسي خلکه په ډاډمنه توګه راجمعه شوې وه
همداراز راغلو ګډون والوته داستخبارات مسول مولوی محمدعیسی “سراج” او دمرافعي رئیس مولوی عبدالخالق “محمدی” صاحب ارزښتناک وینا واورولې. په اخرکي دامربالمعروف رئیس مولوی غیاث الدین صبور صاحب له لوري دزعیم امیرالمومنین شیخ صاحب دامت برکاته عالیه اختریز پیغام په صوتي بڼه خلکوته واورول شو.
داختتیامې دعاء وروسته په عیدګاه کې داختریز پیغام پاته نسخي په پراخه کچه توزیع کړل شوې.

1443/10/1