اروزګان والي نن ولایتي روغتون څخه د لیدني پرمهال د هغه ناروغانو څخه هم لیدنه ترسره کړه، چي دې روغتون ته د بیلابیلو ناروغیو د درملني لپاره راوړل سوي وه.

ارزګان راپور اروزګان والي نن ولایتي روغتون څخه د لیدني پرمهال د هغه ناروغانو څخه هم لیدنه ترسره کړه، چي دې روغتون ته د بیلابیلو ناروغیو د درملني لپاره راوړل سوي وه. نوموړي وویل، اسلامي امارت د ولسونو د خوندي ساتلو لپاره په بیلابیلو برخو کي خدمات ترسره کوي او د همدې لپاره یې سلګونو […]

ارزګان
راپور
اروزګان والي نن ولایتي روغتون څخه د لیدني پرمهال د هغه ناروغانو څخه هم لیدنه ترسره کړه، چي دې روغتون ته د بیلابیلو ناروغیو د درملني لپاره راوړل سوي وه.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د ولسونو د خوندي ساتلو لپاره په بیلابیلو برخو کي خدمات ترسره کوي او د همدې لپاره یې سلګونو تجربه لرونکي کسان په دندو ګمارلي.
همدارنګه نوموړي د ولایتي روغتون روغتیایې کارکوونکو ته هم سپارښتنه وکړه، چي د ناروغانو د درملني لپاره باید خپلي ټولي هڅي په کار واچوي.
هغه وویل، د ولایتي ادارو دروازه تل ستاسو پر مخ پرانیستي ده او کولای سئ چي خپلي ستونزي د حل لپاره راوسوئ.
د ارزګان والي داسی مهال د ولایتي روغتون له چارو او هلته له بستر سوو ناروغانو لیدنه کوي، چي د اسلامي امارت په راتګ سره په دې ولایت کي د جګړې د قربانیانو شمېر صفر ته راټیټ سوی او روغتون ته یوازي هغه ناروغانو راوړل سوي وي، چي په بیلابیلو ناروغیو اخته وي. همداراز دعوت صاحب وویل روغتیا پالان دي د خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي ، ترځو دناروغانو پر وخت درملنه وسي.
نوموړي ډاډ ورکړی چي د ولایتي ادارې دروازه تل د هغوی پر مخ پرانیستې ده.
نیټه ۱۴۴۳/۷/۱ ه ق