ارزګان کې دوالیبال او غیږنیولو اختریزو سیالیو اعلان

خــبـرتـــیا د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي د ا.ا.ا .په راتګ او شل کلن اشغال له خاتمي وروسته د لومړي ځل لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ولایت مقام په هدایت او همکاري د محترم حاجي عبدالله صاحب په مالی ملاتړ او د امنیه قومندان محترم بشیرحاجی صاحب، دامنیت امر حاجی کامران صاحب، دلواء […]

خــبـرتـــیا

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي د ا.ا.ا .په راتګ او شل کلن اشغال له خاتمي وروسته د لومړي ځل لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ولایت مقام په هدایت او همکاري د محترم حاجي عبدالله صاحب په مالی ملاتړ او د امنیه قومندان محترم بشیرحاجی صاحب، دامنیت امر حاجی کامران صاحب، دلواء قومندان محترم حبیب صاحب، د استخباراتو مسؤل سالم صاحب او دبدني روزني او ورزش د مسولینو په همژغي په پلان کی لری،، چی د کوچنی اختر په مناسبت دولسونو د خوشحالی او اسلامي نظام د ملاتړ په موخه لاندنی مسابقي جوړي کړي :👇

۱- مرکز ترینکوټ والیبال او غیږنیونه.
۲- چوره ولسوالی والیبال او غیږنیونه.
۳- خاص ارزګان ولسوالی والیبال او غیږنیونه.
۴- دهراود ولسوالی والیبال
نوټولو دلوبډلو مشرانو او ورزشکارانوته خبر ورکول کیږی چی په سیالیو کی داشتراک په موخه:
۱ – په ترینکوت کی دامریت ورزشی سره ثبت نام وکړی.
۲- په دهراود ولسوالی کی دنبی جان سره په ارتباط کی سی.
۳- په چوره ولسوالی کی دخان سره په ارتباط کی سی .
۴- په خاص ارزګان ولسوالی کی دمعلم رحمت الله سره په ارتباط کی سی.
یادونه : دثبت نام موده د۲۴/۹/۱۴۴۳ الی ۲۸/۹/۱۴۴۳ نیټی پوری.
یادونه :  په غیژنیونه کي دخاص روزګان ولسوالۍ یوازي یوطرف او نورټول ولایت بل طرف