ارزګان کي پر۲۰۰۰زره کسانو د حیواناتو غذايۍ مواد وویشل سول.

  ارزګان ولايت مرګز ترینکوټ کي د کوچيانو چارو د سمون امريت نن يکشنبه د مرکز ترينکوټ اړوند چنار، ګرم أب، مهراباد او نچين سېمو اوسیدونکو او ځایی کوچیانو پر 2000 کورنیو حيواني غذايي مواد وویشل سوه. دا مرستي سوي مواد د FAO مؤسسي په مالي ملاتړ او د ANCC مؤسسي په تخنيکي همکاري تر […]

 

ارزګان ولايت مرګز ترینکوټ کي د کوچيانو چارو د سمون امريت نن يکشنبه د مرکز ترينکوټ اړوند چنار، ګرم أب، مهراباد او نچين سېمو اوسیدونکو او ځایی کوچیانو پر 2000 کورنیو حيواني غذايي مواد وویشل سوه.
دا مرستي سوي مواد د FAO مؤسسي په مالي ملاتړ او د ANCC مؤسسي په تخنيکي همکاري تر سره سول چي هري کورني ته 200 کيلو ګرامه حيواني غذايي مواد ګنجوړه ورکړل سوه. اوهمدارنګه 258 کورنۍ کوچيان هم سروي او مستحق شميرل سوي.
هغه کسان چي ورسره یاده مرسته سوې خوښ دي خو د وچکالۍ څخه شکایت کوي دوي زیاته کړه چي تېرکال وچکالۍ ډېر زيات زیانمن کړی یو او څاروي مو د لوږي سره مخ وه دوی یادونه وکړه چی د اسلامی امارت په راتګ سر خوښ یو چی زموږ سره ئې مرسته وکړه.

نېټه ۱۴۴۳/۹/۲۴هــ ق