ارزګان کي د کمکي اختر د عیدګاه لمونځ ادا سو.

  د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د زرګونو کسانو لخوا د کمکي اختر د عیدګاه لمونځ ددې ولایت په مرکزي لوبغالي د امن په فضا کي ادا سو. سیمي ته د ارزګان مرستیال والی حاجې مزمل صاحب، د امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوی نعماني صاحب ، د استخباراتو ادارې مسوول سالم اخندزاده او ددې […]

 

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د زرګونو کسانو لخوا د کمکي اختر د عیدګاه لمونځ ددې ولایت په مرکزي لوبغالي د امن په فضا کي ادا سو.
سیمي ته د ارزګان مرستیال والی حاجې مزمل صاحب، د امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوی نعماني صاحب ، د استخباراتو ادارې مسوول سالم اخندزاده او ددې ریاست نور مسوولین او د ارزګان د بیلابیلو نظامي او ملکي ادارو مسوولین او زرګونه عامو خلکو ګډون کړی وو.
د لمانځه تر ادایني وړاندي ددې ولایتي مسوولینو، دیني عالمانو او مشایخو لخوا بیلابیلي اصلاحي ویناوي وړاندي سوې.
د ارزګان د ارشاد حج اوقاف رییس مولوي خادم صاحب ټولو برخوالو ته د کوچني اختر مبارکي وویل، او خوښي څرګند کړه چي تر اوږد اشغال وروسته هیواد په بشپړ توګه ازادي خپله کړې او مسلمانان بېله کومي ویري او ډاره خپل دیني او مذهبي مراسم ترسره کوي.
نوموړي ډاډ ورکړي چي اسلامي امارت به د ولس د لاهوسایني او پر مختګ برخه کي نور ګامونه اوچت کړي او د ژمني سره سم به د هیوادوالو خدمت ته ادامه ورکړي.
د ارزګان د مراففې محکمې رییس شیخ مولوي سخي داد صاحب وویل، الحمدلله سږکال مسلمان ملت ته، ددې زمینه برابره سوې چې په خپل هیواد او سیمه کي د هر ډول ویري پرته اختر ولمانځي.
هغه وویل، دا ولسونه کلونو د مخکنیوی اشغالګرو او فاسدي ادارې د مسوولینو لخوا شکنجي او جبر لیدلی او اوس باید د هغوی سره خورا په ښه چلند مسوولین خپلي چاري منظمي کړي.
نوموړي د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه چي د خلکو د هوسایني لپاره یې خورا تدابیر ټینګ کړي او شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې ده.
همدارنګه د ارزګان دیني عالم مفتی عبدالله رباني صاحب بیا خلک شرعي احکامو عملي کولو ته رابولل او غوښتنه یې ترینه وکړه چي نور ددا ډول کړونو څخه لاس واخلي چي ورسره اسلامي ټولنه په ضرر کي راګیریږي.
هغه وویل، کورنۍ او مشران باید خپل اولادونه د اختر په ورځو کي له فحشا کړونو راوګرځو او نیکو کړونو ته یې وهڅوي.
نوموړي د اسلامي امارت له ټولو مسوولینو مننه وکړه چي د ولس په زړونو امریتوب کوي او خلک ورڅخه راضي دي.
د امربالمعروف ریاست یوتن دیني عالم مولوي اختر محمد ثاقب بیا له ولسونو وغوښتل چي د اسلامي او شرعي احکامو په پلي کولو کي خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه وویل دا اداره د دو موخو لپاره ایجاد سوی ده چي لومړی په ښو کارونو د خلکو امر کول او دوهم هم د شکایت اوریدلو ده.
همدارنګه د عیدګاه لمانځه وړاندي ګڼ شمېر نورو برخوالو هم ویناوی وکړي او هر یوه په خپل وار سره د اسلامي امارت د هغوی په ژوند کي د یوه نوي بدلون د راتګ په معنی وباله.
په پاي کي برخوالو ته د محترم مولوی نجیب الله حسن صاحب لخوا دزعیم امیرالمومنین شیخ صاحب دامت برکاته عالیه اختریز پیغام په صوتي بڼه خلکوته ولوستل سو.
او ټول ګډونوال د هغه په پلی کولو مکلف سوه.
وروسته د عیدګاه لمونځ د مفتي کریم الله حسني په امامت ادا او مولوي طاووس صاحب خطبه ولوستل.
د عیدګاه لمانځه او د کوچني اختر رارسیدو سره ارزګاني ولسونه هم خوشحاله دي او هیله لري چي هغوی به دا ورځي په ښه توګه ولمانځي.
امنیتي ځواکونو هم ډاډ ورکړ چي هغوی به بيله کومي ستونزي د ولسونو امنیت تامین او خلکو ته به د میلیو زمینه برابره کړي.

نیټه: ۱۴۴۳/۱۰/۱ هـ ق