ارزګان کي دلوړو زدکړو مؤسسي د افغانانو دګنګل شوې شتمنۍ دجوبایډن دغیري عادلانه پرېکړي په وړاندې اعتراضيه غونډه وکړه .

ارزګان کي دلوړو زدکړو مؤسسي د افغانانو دګنګل شوې شتمنۍ دجوبایډن دغیري عادلانه پرېکړي په وړاندې اعتراضيه غونډه وکړه .   د روزګان دلوړوزده کړو مؤسسي دافغانستان دګنګل سوي شتنۍ د خلاصون او د امریکا دغیري عادلانه اوظالمانه پرېکړي په ټراو اعتراضېه غونډه وکړه، داپه داسي حال کي ده چي د افغانانو ۳،۵ میلیارده ډالر […]

ارزګان کي دلوړو زدکړو مؤسسي د افغانانو دګنګل شوې شتمنۍ دجوبایډن دغیري عادلانه پرېکړي په وړاندې اعتراضيه غونډه وکړه .

 

د روزګان دلوړوزده کړو مؤسسي دافغانستان دګنګل سوي شتنۍ د خلاصون او د امریکا دغیري عادلانه اوظالمانه پرېکړي په ټراو اعتراضېه غونډه وکړه، داپه داسي حال کي ده چي د افغانانو ۳،۵ میلیارده ډالر د افغانانو دګنګل سوي شتمنۍ څخه امریکا د ډېسمبر دپیښی قربانیانوته د فيدیي په توګه دورکړي فرمان صادرکړي د افغانانو دسخت غبرګون سره مخ سول او ټولوافغانانو بایډن ته دنړيوال غله نوم ورکړي دروزګان دلوړو زده کړو مؤسسي استادانو دچمتوسوي سمینار ترڅنګ نور داسي شعارون ورکول چي ګنګل سوي شتمنۍ د ولس شتنمۍ ده، غربیان دي دافغانانو وېنه نه زبیښي، موږافغانان دخپل حق څخه نه تېريږو،موږ دبایډن غیري عادلانه پرېکړه غندو، زموږ اقتصادي کمزورتیا دنړۍ کمزورتیاده، امریکا اوصول عملي کوي که ئې ترپښولاندي کوي.

نوموړو استادانو په خپلو خبروکی وویل چي موږ بشریت ته ژمن یو نو د دوي دا خبر بي بنسټه بولي وایی چي موږ حقوقي بشرته ترجیح ورکوه دوی اوس بشریت ژغوري که بشریت وژنې.

د روزګان دلوړو زده کړو مؤسسي رئيس ښاغلی اسد الله نور یادونه وکړي چي دا پيسي په هيڅ نظام اوګوند پوري اړه نلري ځکه دافغانستان د ولس شتنۍ ده دبایډن دا غیري عادلانه پریکړه د افغانانو لپاره یوتوتېیه ده ځکه دوي ته د افغانستان سپيڅلواو مبارزومجاهدینو په ناچیزه وسلو دالله ج په نصرت ماته ورکړه او دوي  داسي شرمونکي ماته وخوړل چي نړۍ ورته حیرانه سوه، اوزیاته ئې کړه چي کله هم کفرزموږ دوست نه سي جوړیدایی او هغه دمختلفو لارو خپل نفوز زیاتوي که ئې جنګي ماته وخوړل دوې بله لار لټوي چي هغه مختلف لامیلونه دي یازموږ دنوي نسل افکار تخریبوی اویادفرهنګی لاری زموږ ریواجونه خرابوي او په داسی عمل لاس پوری کوی چی دټولوافغانانو په زیان وي هغه لکه اوسنې ګنګل سوي شتمنۍ اود ډالرو قاچاق.

 

ځکه دوی خپل خیر دافغانانو په شرکي لټوي او دا اوسنی اسلامي نظام او امینت ئې پرافغانانو نه دي پیرزو ځکه ورته مشکلات جوړه وی.

غونډ د دعاء په ویلوسره پایته ورسیده.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق