ارزګان کي دروغتیاپالانو سره دواکیسن دتطبیق په اړه غونډه تر سره شوه

    د ارزګان ولایت مقام کي نن ددې ولایت د روغتیایئ چارو مسوولینو له ولایتي مسوولینو سره د لیدني پر مهال د واکسین پر پلي کېدو خبري اتری وکړي. دا لیدنه چي نن د ارزګان د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب سره ترسره سوه، پکښي د Unicef اداري په استازيتوب ډاکتر بریالي زلمي، د […]

 

 

د ارزګان ولایت مقام کي نن ددې ولایت د روغتیایئ چارو مسوولینو له ولایتي مسوولینو سره د لیدني پر مهال د واکسین پر پلي کېدو خبري اتری وکړي.

دا لیدنه چي نن د ارزګان د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب سره ترسره سوه، پکښي د Unicef اداري په استازيتوب ډاکتر بریالي زلمي، د WHO اداري استازي ډاکتر عبدالحکیم د عامي روغتیا ریاست استازي ډاکتر نور محمد او یوشمېر نورو مسوولینو هم برخه لرل.

دوی غوښتنه وکړه چي دې ولایت کي دي نور دپولیو واکسین پلي کولو ته زمینه برابره سي، ترڅو زیات ماشومان ترې برخمن او خلکو ته د کارکولو زمینه برابره سي.

 

د ارزګان مرستیال والي د روغتیایې کارکوونکو سره د لیدني پر مهال د هر ډول همکایوو ډاډ ورکړ.

د ارزګان ولایت مرستیال والي حاجي مزمل وویل چی ژرترژره  به دپلیو ضد واکیسن کور په کور سي  د واکسین د پلي کېدو په  برخه کي له لوړ پوړو مسوولینو او روغتیایې مسوولینو سره دا غوښتني شریکي کړي او لازم حل لاري به ورته پیدا کړي.

نیټه: ۱۴۴۳/۷/۲۰ هــ ق