ارزګان کي۳۰۰مټریک ټنه غنم بیوزلواوجنګ ځپلو خلکو ته دکار په بدل کي ورکول کیږي. 

    درئیس الوزراء دصادرسوي فرمان په اساس هغه غنم چي د بیوزلو اوجنګ ځپلو خلکو سره مرسته سوي وو، د ارزګان ولایت لپاره ځانګړې سوۍ برخه چي۳۰۰ سوه مټریک ټنه غنم کیږي  خلکوته دکار په بدل کي ورکول سې داځکه چي له یوي خوا به ددوي دویش  لړۍ په شفاف ډول ترسره سي او […]

 

 

درئیس الوزراء دصادرسوي فرمان په اساس هغه غنم چي د بیوزلو اوجنګ ځپلو خلکو سره مرسته سوي وو، د ارزګان ولایت لپاره ځانګړې سوۍ برخه چي۳۰۰ سوه مټریک ټنه غنم کیږي  خلکوته دکار په بدل کي ورکول سې داځکه چي له یوي خوا به ددوي دویش  لړۍ په شفاف ډول ترسره سي او له بلي خوا به خلک وکوالايې سي چي خپل کانالونه د اوبو دچټک جریان لپاره پاک کړي، دا غنم چي د کرهڼي اوبولګولواومالدارۍ وزارت د طرزالعمل په اساس د روزګان ولایت دکرهڼي اوبولګولواومالدارۍ ریاست ته ورکړل سوي،  د یاد ریاست لخوابه د مرکز ترینکوټ د ۱۰ کانالونو دپاکولو په بدل کي هغو کسانوته ورکول سي چي د کانال په پاکولو کی برخه واخلي نوموړي کسان چي د ارزګان ولایت د اوبولګولواومالدارۍ ریاست لخوا د معریفي سوي معلم په واسطه په جوړه سوې حاضرې کي داخلیږي او هره ورځ به دسهار د ۸:۳۰ بجو او دېرش دقیقو بیاد ماپښین تر ۲:۰۰ بجوپوري د کانال په کارکی حاضر وي او د یاد ریاست سوپر وایزران  عیدمحمد اخترزي او قدرت الله حمیدي به پروخت دهرکانال دکارکونکو نظارت کوي دغه پرګرام چي لس ورځې به  دوام وکړي او هر کارکونکي ته به دورځې ۱۰کیلوغنم  دکار په بدل کي ورکول سي .

دیادو کانالونو لپاره په مرکز ترینکوټ کی ۵۱۳ کسان په نظرکي نیول سوی دي او دغه پرګرام به د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیوکي هم پلي کیږي.

نوموړو کار کونکو د اسلامی امارت داکړنه وستایل او زیاته ئې کړه چي په تیرو وختونوکي داسي مرستې د روابطو پراساس وېشل کيدي اوخوښي  ئې څرګنده کړه چي یو خو به موږ خپل کانال پاک کړو او بل  به وکولائې سو چي خپلې کورنۍ ته حلاله روزي په لاس راوړو.

 

نېټه ۱۴۴۳/۷/۱۱