ارزګان: د سلګونو کسانو د سترګو کامیاب عملیاتونه ترسره شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ګرځنده پروژې د متخصصينو ټيم له لوري دا ځل د ارزګان ولايت د سترګو ناروغانو لپاره د عملياتونو لړۍ پيل کړې ده. چې د يادې لړۍ په جريان کې تر اوسه د ۸۵ تنه ناروغانو د سترګو د پردې عمليات تر سره شوی دی ، ۱۰۰۰ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د عامې روغتيا وزارت د سترګو د ګرځنده پروژې د متخصصينو ټيم له لوري دا ځل د ارزګان ولايت د سترګو ناروغانو لپاره د عملياتونو لړۍ پيل کړې ده.
چې د يادې لړۍ په جريان کې تر اوسه د ۸۵ تنه ناروغانو د سترګو د پردې عمليات تر سره شوی دی ، ۱۰۰۰ تنه هغه کسان وه، چې د سترګو روغتيايي ستونزې يې درلودې معاينه او درمل ورته توصيه شول،
۲۰۰ اشخاصو ته چې د مطالعې مشکلات لري عينکې توزيع شويدي.
هېره دې‌نه وي د نوموړي ټيم فعاليت به د قوس د مياشې تر دريمې نيټې پورې په ياد ولايت کې ادامه ولري چې مجموعي به د ۲۵۰ ناروغانو د سترګې د پردې عملياتونه اجرا کړي او ۳۰۰۰ ناروغانو ته به درمل توصيه کړي.
د دې تر څنګ ۴۰۰ هغه کسانو ته د به مطالعې عينکې توزيع کړي چې د سترګو لپاره عینکو ته اړتيا ولري.
ياد ټول خدمات د عامې روغتيا وزارت له لوري په وړيا ډول وړاندې کيږي چې په راتلونکي کې به نورو ولايتونو کې هم ياد فعاليت ته ادامه ورکول شي.