ارزګان خاص ارزګان کي د کورنۍ شخړي په پایله کي دوه کسان وژل سوي.

  د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کې تېره ورځ د کورنۍ شخړي په پایله کي دوه تنه هزاره ګان وژل سوي دي. د اروزګان ولایت دخاص روزګان ولسوالۍ دسیاه بغل په سیمه کي تیره ورځ دوه تنه هریو محبت او ګلستان چي اکاه او وراره وه، د حبیب په نوم د یوه کلېوال […]

 

د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کې تېره ورځ د کورنۍ شخړي په پایله کي دوه تنه هزاره ګان وژل سوي دي.
د اروزګان ولایت دخاص روزګان ولسوالۍ دسیاه بغل په سیمه کي تیره ورځ دوه تنه هریو محبت او ګلستان چي اکاه او وراره وه، د حبیب په نوم د یوه کلېوال لخوا وژل سوي دي. ددې دوو کورنیو ترمنځ د ځمکي او ښځي پر سر د ستونزو له امله دا پېښه سوې ده.سیمي ته امنیتي منصوبین رسیدلي او د قاتل کس ورور یې نیولی، خو قاتل په تېښته بریالی سوی او د نیولو هڅي یې رواني دي.
نيټه ۱۴۴۳/۸/۱۶ هـ ق