ارزګان ترینکوټ کې د افغاني سرې میاشتې ټولني د (۳۰۰)بیوزلو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.!

    د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغاني سرې میاشتې ټولني له لوري د ترکیې هېواد مرسته سوي، خوراکي او غیري خوراکي توکي د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې پر۳ سوه بیوزله، یتیمو او اړمنو کورنیو وویشل سول.   د مرستې ویشلو پر مهال د ارزګان ولایت د سرې میاشتې د خپرونو […]

 

 

د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغاني سرې میاشتې ټولني له لوري د ترکیې هېواد مرسته سوي، خوراکي او غیري خوراکي توکي د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې پر۳ سوه بیوزله، یتیمو او اړمنو کورنیو وویشل سول.

 

د مرستې ویشلو پر مهال د ارزګان ولایت د سرې میاشتې د خپرونو او نشراتو مدېر عبدالواحد حلیمي وویل: دغه مرسته چې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولني کړې وه، چې سروې یې د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي همکارۍ څه موده وړاندي په شفاف ډول پر بیوزله، یتمیو او اړمنو کورنیو  ترسره سوې وه توضیع یې نن ترسره سوه چې په دغه مرسته کې لاندي خوراکي او غیري خوراکي توکي شامل دي.

۵۰-۱ کیلو اوړه.

۲-۲کیلو لوبیا.

۲-۳ کیلو ورجي.

۲-۴ کیلو غټي ورجي.

۲-۵ کیلو نخود.

۲-۶ کیلو دال

۳-۷ کیلو بوره.

۸- ۲ کیلو هدس.

ژمني توکي…

۹- ۱ جمپر.

۱۰ – رجاعي.

نوموړي زیاته کړه: د افغاني سرې میاشتې ټولنه په راتلونکی کښې هم  پلان لري چې د ارزګان په مرکز او ولسوالیو کې د بیوزله او ناچاره کورنیو سره مرسته وکړي.

نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۹ هــ ق