دایکندي کې د فاضلانو د فراغت په مناسبت پرتمینه غونډه ترسره شوه

دایکندي اجرستان ولسوالۍ اړوند د لنګر خېلو سیمې اړوند خلفاء الراشدین مدرسه کې د عالمیه درجې د فاضلانو د فراغت په ویاړ غونډه ترسره شوه، چې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، مشائخو،  او د سیمې ګڼ شمېر ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو. د غونډې د نظم او ترتیب ټولې چارې د همدې ولایت […]

دایکندي اجرستان ولسوالۍ اړوند د لنګر خېلو سیمې اړوند خلفاء الراشدین مدرسه کې د عالمیه درجې د فاضلانو د فراغت په ویاړ غونډه ترسره شوه، چې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، مشائخو،  او د سیمې ګڼ شمېر ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.

د غونډې د نظم او ترتیب ټولې چارې د همدې ولایت د تعلیم او تربیې د سیمه ییزه مسئولینو په واک کې وې، چې په خپل وار سره علماء کرامو د دیني او عصري علومو د زده کړو په اړه ترغیبي او تشویقي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

دا پرتمینه غونډه د معمول له مخې سهار وختي پر ۸:۰۰ بجو د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.

د یادې غونډې په وروستۍ برخه کې ۵ تنو علماء کرامو ته د فضیلت پګړۍ د سیمې د معتبرو علماء کرامو له لوري ور وتړل شوې، د ماسپښین په ۲ بجو یاد مراسم د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۳/۶