• تاریخ : شنبه, ۲۲ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Saturday - 11 - May - 2024
  • ساعت :

    ننګرهار

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۶

    ننګرهار کې د کبانو له پروژې څخه به ۶ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شي.

     ننګرهار وادې کرنيز رياست د ماهيانو پروژې ۲۷۵ زره کبان پلور ته وړاندې کړي، چې ترې شپږ ميلیونه او دوه سوه زره افغانۍ عايد به ترلاسه شي. د ننګرهار وادې کرنيز ریاست رئيس مولوي غلام رحمن وايي دا کبان د ثمر خېلو په پروژه کې روزل شوي او په پلان کې ده چې په ياده […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۶

    ننګرهار کې د تاريخي ځايونو په خپل سر کيندنو بنديز لګيدلی

    د ختيځ زون د تاريخي ابداتو مسئول مولوي امان الله وايي، چې په دې ولايت کې د تاريخي ځايونو په خپل سر کېندلو بنديز لګيدلی. نوموړی وايي ننګرهار کې ۱۲۲ تاريخي ځايونه شتون لري چې تر دې دمه يې ۲۲ ځايونه په رسمي ډول ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېرو […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۵

    ننګرهار کې درې تنه د امنيتي مسئولينو له نوم څخه د غير قانوني ګټې اخيستنې او يو تن د موټر تښتونې په جرمونو ونيول شول.

    د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې مربوطاتو کې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو هغه۲ تنه نيولي، چې د امنيتي مسئولينو له نوم څخه په ګټې اخيستنې يې له خلکو  څخه په غير قانوني ډول نغدې پيسې اخیستلې. همدا راز يو تن بل چې له کابل څخه يې دې ولايت ته له يو کس […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۴

    د ننګرهار والي له علماء کرامو څخه د نظام جوړولو او امنيت تامين کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

    د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل علماء کرامو او د مدارسو استادانو سره په غونډه کې د نظام په جوړولو، اصلاحاتو او امنيت ټينګښت کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې ټولې چارې به د علماء کرامو په مشوره مخته يوسي. نوموړي وويل، چې د مسئوليت او مکلفيت له مخې به […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۲

    د ننګرهار ولايت مقام نوي دفتر رئيس رسماً دنده پيل کړه

    د ننګرهار ولايت مرستيال ملا عبدالظاهر مدثر د دفتر نوی رئيس قاري برهان الله فاروقي مسئولينو او کار کوونکو ته ور وپېژنده او رسماً يې دنده پيل کړه. نوموړي له مسئولينو وغوښتل، چې نوي رئيس سره په ټولو چارو کې همکاري وکړي، همدا راز د دفتر رئيس له کار کوونکو د صادقانه کار غوښتنه وکړه […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    د ننګرهار والي د خصوصي روغتونونو مسئولينو ته د ستونزو حل ډاډ ورکړ.

    د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د خصوصي روغتونونو اتحاديې رئيس ايمل حسنزي په مشرۍ يو شمېر روغتيا پالو سره د دوی د ستونزو حل په موخه وليدل. نوموړي د تښتول شوي ډاکتر صبور منګل په ازادولو، ډاکترانو امنيت خونديتوب او يو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. 7/3/1443

    ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د سبزيجاتو تخمونه او کرنيز وسايل وويشل شول
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د سبزيجاتو تخمونه او کرنيز وسايل وويشل شول

    د ننګرهار ولايت کرنې رئيس مولوي عبدالستار په حضور کې د دويم ملي لومړيتوب برنامې له لوري ۳۰۰ بزګرانو سره د ژمنيو سبزيجاتو تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته وشوه. همدا راز د ننګرهار او کونړ ولایتونو د کرنيزو خدمتونو مديرانو ته د کرنې او خوړو نړيوالې ادارې له لوري د غنمو اګرانوميکي، کورنيو باغچو کې […]

    ننګرهار والي: تخريب کوونکي ځپل شوي او په بشپړ ډول لمنځه وړل کيږي
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    ننګرهار والي: تخريب کوونکي ځپل شوي او په بشپړ ډول لمنځه وړل کيږي

    د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د ګوشتې، حصارک، لعلپورې، پچير اګام او يو شمېر نورو ولسواليو مسئولينو، علماء کرامو او قومي مخورو سره په غونډه کې وويل، چې په دې ولايت کې تخريب کوونکي ځپل شوي او په بشپړ ډول د لمنځه وړلو په حال کې دي. نوموړي وويل، چې د اميرالمؤمنين د […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    ننګرهار والي: هيچا سره انتقامي چلند نه کيږي؛ بلکې د ترحم او ورورلۍ له مخې تعامل کوو.

    د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د خوږياڼو او شينوارو زون ولسوالانو، علماء کرامو او قومي مخورو سره په غونډه کې وويل؛ هيچا سره انتقامي چلند نه کيږي؛ بلکې د ترحم او ورولۍ له مخې تعامل کوو؛ خو د امنيت ټينګښت په موخه به د تخريب کوونکو پر وړاندې د شريعت له مخې قاطع […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    د ننګرهار والي د پاکستان هېواد کونسل سره وليدل

    د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د دفتر رئيس قاری برهان الله فاروقي او د بهرنیو چارو رئیس په حضور کې په دې ولایت کې د پاکستان هېواد کونسل عابدالله سره ولیدل. د دې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو، تورخم ښارګوټې کې دواړو […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    ننګرهار کې يو ډاکتر د انسان تښتوونکو له منګولو ازادی کړای شو

    د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د منهاج الدين باتور په نوم هغه ډاکتر چې په تېر نظام کې انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و له يولس مياشتني يرغمل کېدو وروسته د انسان تښتونکو له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. 5/3/1443

    د ننګرهار نوي امنيه قوماندان د امنيه قوماندانۍ له منسوبینو سره لومړنۍ ناسته وکړه.
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    د ننګرهار نوي امنيه قوماندان د امنيه قوماندانۍ له منسوبینو سره لومړنۍ ناسته وکړه.

    د ننګرهار ولايت نوي امنيه قوماندان شیخ الحديث مولوي نداء محمد نديم د امنيه قوماندانۍ له اړوندو منسوبینو سره په خپله لومړنۍ ناسته کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې ټول منسوبین کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي او د ننګرهار د قدرمنو ولسونو د خدمت لپاره په پوره اخلاص کار وکړي. نوموړي د امنيه […]

    ننګرهار کې د سترګو درملنې ګرځنده روغتون فعاليت پیل کړ
    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    ننګرهار کې د سترګو درملنې ګرځنده روغتون فعاليت پیل کړ

    د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ پېوې کنډو کې د سترګو معاينې او درملنې ګر ځنده روغتون فعاليت پيل کړ، چې د شاوخوا سیمو خلک کولی شي د درملنې په موخه ورشي. دا ګرځنده روغتون به په نورو سيمو کې هم فعاليت تر سره کړي. 6/3/1443

    ننګرهار او پکتیا کې د پوهنې مسئولینو ناستې او له تعلیمي مرکزونو څخه یې لیدنې وکړې
    ۱۴۰۰-۰۶-۰۶

    ننګرهار او پکتیا کې د پوهنې مسئولینو ناستې او له تعلیمي مرکزونو څخه یې لیدنې وکړې

    د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولايت د تعليم او تربيې مسئول د ولسواليو مسئولينو سره غونډه تر سره کړه، په دې ناسته کې د پوهنې کمېسیون اړوند مسئولینو لخوا په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ او اجراتو ډاډ ورکړل شو. همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د پکتیا ولایت ډڼډي پټان ولسوالۍ د […]

    ننګرهار کې له ۱۰۶۰ زده کوونکو څخه د سويې تثبيت ازموينه واخیستل شوه
    ۱۴۰۰-۰۶-۰۵

    ننګرهار کې له ۱۰۶۰ زده کوونکو څخه د سويې تثبيت ازموينه واخیستل شوه

    د ننګرهار تعليم او تربيې رئيس قاري محمد ظريف طارق په حضور کې د ۲۸۶ نجونو په ګډون له هغو ۱۰۶۰ زده کوونکو څخه د سويې تثبيت ازموينه واخیستل شوه چې تازه له ګاونډيو هېوادونو څخه هېواد ته را ستانه شوي دي. د تعليم او تربيې رئیس مسئولينو ته د شفافيت سپارښتنه او زده کوونکو […]

    go Up