نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ تريلي سيمه کې نن په يو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د شوې چاودنې چې له امله يې شاوخوا پنځلس تنه ټپيان شول ۳ تنه عاملين نيول شوي دي. پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي او ډير ژر به د قانون له مخې اجرات تر سره […]
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په جلال اباد ښار کې یو شمیر هټیوالو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو هټیو ناسمې لوحې اصلاح کړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لوحو سمونې او مبتذلو او غیر اخلاقي فلمونو د مخنیوي کمیسیون په جلال اباد ښار کې یو شمیر هغو دوکاندارنو ته چې په […]
د جلال اباد ښاروال قاري احسان الله ساجد مسئولینو سره په ناسته کې د بيا رغونې، غصب مخنيوي او نرخونو کنترول چارو چټکولو سپارښتنې وکړې. نوموړي همدا راز د عوایدو پر راټولېدو، د ناحیو ګذرونو وکیلانو معیاري کولو، ښاري نظم، غږېزې ککړتیا مخنیوي او نورو برخو کې هم د اجراتو لارښوونې وکړې. 3/4/1443
د ننګرهار ولايت په ۱۳۲۰ هکتاره ځمکه باندې د ګنيو حاصل سږکال ۶۰ زره ټنه اټکل شوی دی، چې په ۲۵ ګاڼيو کې به ترې ګوړه توليد او همدا راز په بازار کې به د ګنډيريو او شربت په بڼه وپلورل شي. د کرنې رياست د معلوماتو له مخې کامه، کوز کونړ او بټي کوټ […]
د ننګرهار کليو او بیا رغونې رياست نوی سرپرست رئيس مولوي مبارز د کليو پراختيا وزارت استازي مولوي بخت منير له لوري مسئولينو او د يادې ادارې کار کوونکو ته ور پېژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه. نوي رئيس په صادقانه او شفاف ډول د چارو مخته وړولو ژمنه وکړه. 1/4/1443
د ننګرهار محبس ۳۶ ساتونکي د پلچرخي د محابسو له اکاډمۍ څخه تر مسلکي روزنې وروسته فارغ او خپلو دندو ته را وګرځېدل. د ننګرهار زندانانو چارو رئيس مولوي بلال شاهين وايي دا سرتيري مسلکي وروزل شول اوس به وکولی شي چې د محبس امنيتي چارې په ښه او منظم ډول مخته يوسي. نوموړي ياد […]
ننګرهار ولايت د کانونو رئيس حاجى بازمحمد د شوکاڼې د کارونو دبيا شروع کيدو لپاره دسپين غر ولسوالۍ دشډل سيمې ته سفر وکړ. په دغه سفر کې يو شمير ځايې چارواکو د اچين ولسوال سيف الدين، دسپين غر امنيه قومندان مولوى الهام، د کوټ ولسوال اسدالله د رسنيو نمائندګان، د ملى تلويزون نمائنده محمدشاه مجروح، […]
ختيځ زون تنظيمه رئیس او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل، چې د ننګرهار امنيه قوماندان مولوي نداء محمد نديم هم حضور درلود په هېواد کې د UNWOMEN ادارې مشرې Aleta Miller سره د بشري مرستو جلبولو، همکارۍ او همغږۍ په موخه وليدل. نوموړي په دې ولايت کې د UN اړوند ادارو فعاليت پيلولو، […]
د ننګرهار ولايت اطلاعاتو کلتور رياست او نړيوالې رواني ټولنې له لوري د جلال اباد ښار مقدس ښوونځي کې د ۳۰ خصوصي ښوونځيو ۴۸۰ زده کوونکو ترمنځ د نبوي سيرت سيالۍ تر سره شوې، چې په کې دولس غوره زده کوونکي په ځانګړو ډالیو وستايل شول. د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ رئيس قاري نور محمد حنيف […]
د ننګرهار ولایت عامې روغتيا ریاست په هڅو د CORDAID او هدف مرستندویه ادارو په مالي مرسته د څه باندې یو ميليون افغانيو په مالي لګښت د کرونا تجريد روغتون کې د COVID19 ناروغانو پيوازانو ته پنځوس بستې د خوراکي توکو مرستې ورکړل شوې. په دې خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، لوبيا، وچې شيدې او […]
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اړوند ۲۸ بابه ښوونځيو کې افغانانو لپاره د طبي واحد مرکز په هڅو او د UMCA/RPA په مالي مرسته ۷۰۴۴ زده کوونکو ته بکسې، قرطاسيه او نور درسي مواد وويشل شول. ۲۵/۳/۱۴۴۳ هـ ق
ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو څېړنيزې پروژې رامنځته کړي، چې په کې د رومیانو څخه د روب جوړولو، د انارو او انګورو څخه په بېلابېلو ترکیبونو د ګډ شربت جوړولو، د ګلپیانو او براکولي ناروغیو د کنترول په موخه د دودیزو او کېمیاوي لارو چارو پرتلنه او نورو بېلابېل تحقيقات شامل دي. د لوړو […]
د ننګرهار ولايت اقتصاد رياست او کامې مرستندويه ادارې په هڅو LIFE مؤسسې له لوري د شرعي وثيقي له مخې ثبت شويو ۵۱۶ يتيمو کورنيو سره د شپږ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه. د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته د ۴۳۴۰ افغانيو په لګښت پنځوس کيلو اوړه، پنځه لېتره غوړي، اووه کيلو بوره، اووه […]
د ننګرهار ولايت مرستيال حاجي مدثر حاجي ملا صاحب په لاس د سلګونو اهل حديث علماء کرامو په استازيتوب لسګونو اهل حديث علماوو له اسلامي نظام څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ. يادو علماء کرامو وويل، چې د اسلامي امارت د اوامرو په بشپړ ډول اطاعت کوي او همدا راز په يو شمېر برخو کې […]
د جلال اباد ښاروالۍ مسئولين وايي، چې د ترافيکي ګڼې ګوڼې مخنيوي او ښاري نظم په موخه يې ليني وسايطو ته مسيرونه او سمتونه بېل کړي او ورته يې ځانګړي سټيکرونه ويشلي دي. دوی ټولو موټر چلوونکو ته سپارښتنه کړې، چې په خپلو وسايطو سټيکرونه ولګوي او د سرغړونې په صورت کې به له فعاليت […]