نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ تورخم ښارګوټي ته څېرمه لعلپورې کمپ کې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو، جومات، پاکو اوبو رسولو شبکې، کلينک او ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې د قمر بنسټ لخوا ورکول کیږي. په دغه کمپ کې د راستېندونکو افغانانو […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رئیس ښاغلي علي اکبر احمدیان سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ تورخم ۱ـــ خدماتي کمیټې نن غرمه په طورخم ۶۲۰۰۰ راستانه شويو مهاجرینو ته غذا او خواړه وویشل. ۲ ــــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د عامې روغتیا وزارت او ملي دفاع وزارت له سیارو صحي تیمونو څخه علاوه ۱۵ امبولانسونه هم ۲۴ ساعته د راستانه شویو مهاجرینو په خدمت […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱ له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو میشت غالي کې نن یکشنبه ۶۲ زره تنو ته د غرمنۍ پخه غذا ورکړل شوه. یاد میشت غالي کې د کډوالو د روغتیایي او خدماتي چارو مسؤل مفتي سید احمد مستقیم باختر آژانس سره په خبرو کې وویل نن یې د ۵۵ زره افرادو لپاره […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱ د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي نن یکشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دکتور امیر عبداللهیان او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱ په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي جاو شینګ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او چین د دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې پر لوړولو او ګڼو نورو دوو اړخیزو امنیتي او […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱ تورخم: ۲ ــ ترانسپورتي کمیټې تیره شپه له طورخم څخه ۱۰۰۰ زر کورنۍ بیلابیلو ولایتونو ته انتقال کړې. ۳ د ترانسپورتي کمیټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا اړوند ۱۰۰ عرادې لوی نقلیه وسائط د تورخم په عبوري ګذرګاه کې د هغو مهاجرینو لپاره په خدمت […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۰ دغه ناسته، چې د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد په مشرۍ د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه، پکې د مرستیال والي الحاج شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین په ګډون، د ۲۰۳ منصوري قول اردو رييس ارکان، امنیه قوماندان، استخباراتو، کډوالو چارو، سرې میاشتې، کلیو او پراختیا […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۰ د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د حکم پر اساس په بهرنیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د (مدني، فامیلي او خصوصي) حقونو د دفاع په هدف د حقوق پوهانو او کارشناسانویوه متخصصه کمیټه هم تعیین شوه. یاده کمیټه چې د عدلیې وزارت […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۸ نن د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وکتل. په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کيدونکو افغانانو سره د ياد هيواد د امنيتي دستګاه […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۷ د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ هیئت لخوا په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره پنډغالي ګټې اخیستنې ته سپارل شول. د کډوالو چارو سرپرست وزیر له پنډغالو څخه د لیدنو پر مهال وویل، چې په یادو پنډغالو کې به پنځه زره په شاوخوا کې […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۶ د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ رتبه پلاوي د بېرته ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی. د خبر پر بنسټ، یاد پلاوي کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۵ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ترکیې پلازمینه انقره کي له خپل سیال د ترکيې جمهوريت له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فدان سره په انقره کې ناسته ترسره کړه. په ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې د دوه اړخيزو […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۵ د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک، له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې. د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۴ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړرتبه امارتي مسوولینو نن یکشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۷مه نېټه د ازبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال محترم جمشید خوجه ییوف په مشرۍ له راغلي ازبیک پلاوي سره چې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، […]