د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره وکتل

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۵ ‏‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ترکیې پلازمینه انقره کي له خپل سیال د ترکيې جمهوريت له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فدان سره په انقره کې ناسته ترسره کړه. ‏په ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې د دوه اړخيزو […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۵
‏‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ترکیې پلازمینه انقره کي له خپل سیال د ترکيې جمهوريت له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فدان سره په انقره کې ناسته ترسره کړه.

‏په ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې د دوه اړخيزو او ديپلوماتيکو اړيکو د سطحې پر لوړولو، نويو سوداګريزو دهليزونو، او ګڼو سيمه‌ييزو مسايلو هراړخيزې خبرې وکړې.

دواړو د بهرنيو چارو وزيرانو په دا ډول ناستو او یو له بل سره په همکاریو ټینګار وکړ او ‏هيله يې څرګنده کړه چې دا ډول ناستي دوام پیدا کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزير د ترکیې هیواد له مرستو مننه وکړه او په انقره او استانبول کي د نویو افغان دیپلوماتانو منل یې په دوو اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختګ وباله.

‏د ترکیې د بهرنيو چارو وزير وويل، چې دواړه هیوادونه لکه دوه ورونه غوندي دي او ترکیه به افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي. نوموړی ټنګار وکړ چي نور باید په افغانستان کي هیڅ وسلوال مخالفت وجود ونلري.

‏ښاغلي هاکان فيدان چمتووالی وښود چې د افغان حکومت سره به په بېلابېلو برخو کي د ظرفيت لوړونې په موخه همکاري کوي.