‏د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې له دوو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۵ د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک، له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې. ‏د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۵
د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک، له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې.
‏د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې یې تر دې وروسته بشپړې شي.

‏د ملي پراختیا شرکت د تصدۍ رييس محمدمیرویس ارغندیوال وايي، د دې ماڼۍ د جوړېدو ټولیز لګښت دوه میلیارډه افغانۍ دی او ټاکل شوې چې تر درېوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

‏په همدې حال کې د افغان ملي بانک رییس شاکر جلالي چې دا پروژه تمویلوي، وايي: «دا یوه ستره پروژه ده چې په ۱۳۸۹ کې یې چارې پیل شوې. ملي بانک له اونېکس شرکت سره د دې ماڼۍ د جوړېدو قرارداد کړی و، خو له دغه شرکت سره حقوقي اختلافونه پیدا شول. همدا لامل و چې دوه کاله یې چارې وځنډېدې.

‏د ځنډېدو پر مهال د دې پروژې پر نیمګړتیاوو کار وشو، انشاالله تر ۱۴۰۵ کال پورې د دې پروژې چارې بشپړېږي.

‏یوشمېر هغه کسان چې په دې پروژې کې یې ونډه اخیستې او کورونه یې په‌کې پېرلي، د جوړولو د چارو بیا پیل په اړه خوښي څرګندوي او وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼ‌‌شمېر کورنۍ د اوسېدو ځای پیدا او له بې‌کورۍ څخه خلاص شي.