د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د حکومت یو لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۶ د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ رتبه پلاوي د بېرته ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی. د خبر پر بنسټ، یاد پلاوي کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۶
د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ رتبه پلاوي د بېرته ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی.
د خبر پر بنسټ، یاد پلاوي کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزیر خېرالله خېرخوا، د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د مالیې وزارت مالي معین مولوي عبدالقدیر احمد، د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند، د ننګرهار استخباراتو رییس مولوي ادریس براء او یو شمېر نور مرکزي او ولایتي مسوولین شامل دي.
خبر زیاتوي، چې دغه پلاوی به تورخم ښارګوټي کې هېواد ته د ستنېدونکو ګډوالو ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدو او هلته د شته خدماتو ارزیابۍ په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.