• تاریخ : چهارشنبه, ۹ غبرګولی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Wednesday - 29 - May - 2024
  • ساعت :

    د اونۍ تبصره

    ۱۳۹۴-۰۵-۲۱

    یووالی او ورورولي د اسلامي امت لپاره د نجات ذریعه ده

    الله عز وجل – چې د انسان خالق او مربي دی- د ایمان خاوندان په مختلفو آیتونو کې تقوی او وحدت ته رابولي، د مؤمنانو ورورولي او وحدت نه یوازې د الله تعالی لوی نعمت دی بلکې د اسلامي امت د نجات ذریعه ده، په اتحاد کې د دنیا او آخرت سعادت نغښتی دی: {وَاعْتَصِمُواْ […]

    ۱۳۹۴-۰۵-۰۷

    سوله ملي پروسه ده د پردیو په لاسونو نه راځي؟!!

      تر لمر روښانه ده چې په سوله کې ډېر خیرونه، ګټي او ښیګڼي شتون لري، سوله د فساد، اختلافاتو او جګړو د له منځه وړو مهمه ذریعه ده، سوله د افرادو، ټولنو او ولسونو د ارام او هوسا ژوند لپاره د چاپیریال په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي، دا سوله ده چې انسان ته د دواړو جهانو […]

    ۱۳۹۴-۰۴-۳۱

    عالیقدر امیر المؤمنین: له خپل شرعي موقف نه په هر میدان کې کلکه دفاع کوم

    سږ کال (۱۴۳۶)هـ په کوچنې اختر کې د عالیقدر امیر المؤنین د مبارکۍ پیغام د افغان ولس د تاوده استقبال سره مخ شو، او د هیواد او نړۍ په مطبوعاتو کې یې خورا ښه انعکاس وموند، مختلفو لوریو یې په هکله غبرګونونه وښودل او د یو زړه سواند مسلمان قائد د شجاعت، فراست او پیرزوینيېڅرګند […]

    ۱۳۹۴-۰۴-۲۲

    په هیواد کې تلپاتي سوله څرنګه راتلای شي؟

    د اونۍ تبصره / سوله د هر انسان د فطرت غوښتنه ده، سوله د ښیرازۍ او ترقۍ رمز دی، د هر ولس نیکمرغي په سوله کې نغښتي ده، سوله د ټولني لپاره داسي ضرورت دی لکه اوبه د کب لپاره، زمونږ ګران هیواد تر هر څه وړاندې تلپاتې سولې ته اړتیا لري، زمونږ سوله خوښونکی […]

    ۱۳۹۴-۰۴-۱۱

    کابل اداره خپل عسکر د ملکي خلکو وژلو ته هڅوي

    د اونۍ تبصره / د تېرې دوشنبې په ورځ د بشري حقونو نړیوال سازمان د یوې اعلاميې په خپرولو سره د کابل ادارې په نیم واکي مشر اشرف غني غږ وکړ چې د خپل لوی درستیز قدم شاه د هغو څرګندونو په وړاندې پټه خوله پاتې نشي چې وايي د دوی په عسکرو جنګي قوانین […]

    ۱۳۹۴-۰۴-۰۲

    د “رمضان” لومړۍ اونۍ د سترو فتوحاتو وړاندوینه کوي

    د اونۍ تبصره/ د هر نظام بقا او دوام یو قوي تبلیغاتي منبر او دفاعي قوت ته ضرورت لري، تبلیغاتي منبر د نظام د بقا لپاره سیاسي مبارزه کوي او دفاعي قوت د نظام حمایت او ساتنه کوي، خو کله چې یو نظام پر ولس د هغوی د خوښي، غوښتني او ذهنیت خلاف د زور […]

    ۱۳۹۴-۰۳-۲۵

    “رمضان” د اسلامي امت د وحدت، قوت او عظمت نښه ده

    د اونۍ تبصره / “رمضان“ د رحمتونو او برکتونو میاشت ده، سلمان فارسي رضی الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه  وسلم د شعبان په وروستنۍ ورځ مونږ ته په خطبه کې وفرمایل: ای خلکو عظیم الشانه میاشت ستاسو په مخ کې ده، د برکتونو میاشت ده، په دي کې یوه شپه داسي هم […]

    ۱۳۹۴-۰۳-۱۹

    افغان ولس د اشغالګرو پر ژمنو باور نلري

    د امریکا په تاریخ کې د مکر او غدر بېشمېره پیښي ثبت دي، امریکایان په نړیواله سطحه د ټګۍ برګۍ د میدان اتلان دي، هغوی په دي هکله د خجالت احساس نکوي بلکې پرې ویاړي؛ د مثال په توګه د ۲۰۱۴م کال په وروستیو ورځو کې د اشغالګري امریکا رئیس جمهور اوباما د افغان ولس […]

    ۱۳۹۴-۰۳-۱۲

    اسلامي سیاست د مقدس جهاد یوه برخه ده

    د اونۍ تبصره / په اسلامي تاریخ کې د مسلمانو مشرانو سیاسي دریځونه او بریاوي د پام وړ ځای لري، دا سیاسي فیصلي دي چې د جهادي موخو په تر لاسه کولو کې یې مهم رول لوبولی دی، مجاهدین یې په اساني سره منزل مقصود ته رسولي دي، د ولسونو اعتماد یې تر لاسه کړیدی، […]

    ۱۳۹۴-۰۳-۰۴

    ښکلي اسلامي اخلاق د مجاهدینو د سپیڅلي عزم نښه ده

    د صحابه یې کرامو رضي الله عنهم د ښکلو اخلاقو له برکته په ډیره لږه موده کې د نړۍ په پراخه سیمو باندې د توحید او کلیمې طیبې (لا إله إلا الله محمد رسول الله) حکم نافذ شو، د خلفاء الراشدینو رضي الله عنهم په دیرش کلنه دوره کې مجاهدینو د روم او فارس امبراطورۍ […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۲۹

    د “عزم” جهادي عملیات له ځان سره څرګند پیغام لیږدوي

    د اونۍ تبصره / افغانان د خپلو پلرونو او نیکونو د شهامت، میړانې او د یرغل په وړاندې د جهادي مقاومت تاریخي ویاړونه لري، هغوی هر اشغالګر، ظالم او تېري کوونکي ته په خپل وخت کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی، تورې په لاس د جګړې میدانونو ته وتلي او یرغلګر دښمنان یې د خپل ټاټوبي […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۲۲

    د عدالت نه شتون افغانســــتان له خـــــطر سره مخ کړی دی

    د اونۍ تبصره / د عدالت او انصاف نه شتون زمونږ ګران هېواد له ګواښ او تهدید سره مخ کړی دی، د اشغالګرو ظلمونو او بې عدالتیو زمونږ په هېواد کې د جګړو اور بل کړی دی، یرغلګرو ولس پر څو برخو ویشلی دی، د یوې لویې برخې ( اسلامي امارت ) پر ضد چې […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۱۶

    اسلامي امارت د بین الافغاني تفاهم پر اصل باور لري

    اونۍ تبصره/ ټوله نړۍ او افغان ولس د صحنې شاهد دی چې پوره دیارلس کاله او اووه میاشتې وړاندې امریکا او ورسره ملګرو یې د افغانستان په پاکه او آزاده اسلامي خاوره تېری وکړ، افغانستان یې د تاریخ د مطالعې، د جغرافیايي ځانګړتیاوو د ارزیابۍ او افغاني کلتور د څیړلو پرته اشغال کړ، په داسې […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۷

    “عزم” د مقدس جهاد ترڅنګ د ولس د سر او مال ساتلو عزم لري

    د اوونۍ تبصره/ د اشغالګر دښمن مکاره څیره ورځ تر بلې رسوا کېږي، د ولس په خلاف د کابل د دوه سرې ادارې دښمنانه څرګندونې او کړنې د یرغلګرو د پټو پلانونو او مرموزو دسیسو نه پرده پورته کوي، له یرغلګرو سره د امنیتي تړون په نامه د هېواد پلورنې تړون لاسلیکول، د حجاب په […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۱

    د جلال آباد غم لړلې پیښه .. څوک پړه دي او څوک بريء؟!!

    د اونۍ تبصره / په نړۍ کې دردوونکې پیښې کله نا کله رامنځته ته کیږي او د هرې پیښې په هکله مختلف عکس العملونه مخي ته راځي، په عام ډول د هرې ناوړې پیښې وروسته د قرباني هیواد ټول ولس ناراحته وي، د دولت همکاران او مخالفین ټول په غم کې ځان شریک بولي، رسنیو، […]

    go Up