نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د تېرې دوشنبي په ورځ د (۱۳۹۵هش) کال د حمل په لومړۍ نیټه د ګران هېواد په پلازمینه کابل، بلخ او ځینو نورو ښارونو کې د نوروز ورځ د کابل د دوه سري بي کفایته اداري له خوا په داسي حال کې په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه چې ولس د ګڼو ناخوالو سره مخ دی، […]
د اونۍ تبصره / که د نړۍ تاریخ په غور مطالعه شي او د سرزورو واکمنو د وحشتناکه پېښو اوږده لیستونه وڅیړل شي هرو مرو به وموندل شي چې د دې وحشتونو د جواز لپاره یوازینۍ بهانه د حاکم نظام د استحکام، بقا او ټینګښت نامراده هیله وه چې هیڅکله هم تر سره نه شوه، […]
هېوادوال خبر دي چې اشغالګرو او د کابل دوه سرې ادارې په ګران هېواد کې د سولې لپاره د دروغژنو هڅو نارې سورې پیل کړې دي، دوی دواړه د سولې لپاره نه بلکې د یوه ګډ کرغیړن هدف لپاره لوبیږي، غواړي د ولس د هیلو خلاف د بد مرغه اشغال او وژونکو جګړو موده نوره […]
د اشغالګرو او ګوډاګیانو په ګډو او وحشیانه شپنيو عملیاتو کې مظلومو هیوادوالو ډېر زیات کړاوونه او بدې ورځي لیدلي دي، د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د اوومي نیټه نه بیا تر نن پورې په لسهاوو زره کورونو ته د شپي په تورو تیارو کې ننوتي او په خواږه خوب ویده ماشومان یې په بیرحمانه […]
ټولو ته معلومه ده چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د (۱۳۵۸هش) کال د مرغومي (جدي) په شپږمه نیټه زمونږ پر ګران هېواد افغانستان یرغل وکړ، د افغان ولس خلاف یې ظالمانه جګړه پیل کړه، افغانان یې ډیر کلونه تر کرغیړن اشغال لاندې وکړول او د اشغالګري امریکا په څیر یې داسي فجایع او ناروا […]
د اونۍ تبصره / د اشغالګرو قواوو د جګړمار قوماندان “جان کېمپبل“ وروستنۍ څرګندونې د سولې د سبوتاژ کولو تازه هڅه ده، نوموړي د هغه دسیسې نه پرده پورته کړې چې امریکا یې د سولي ترنامه لاندې پلي کول غواړي، هغه دا ځل د امریکایې اشغال د دوام خوب ته د خندا وړ تعبیر وړاندې کړی، […]
د اونۍ تبصره / د رسنیو وروستني راپورونو ښیې چې امریکایې جنرال “جان مک نیکولسن“ په ګران هېواد کې د اشغالګرو قواوو د اوسني قوماندان “جان کېمپبل“ ځای ناستی نومول شوی دی، نیکولسن ته د مشرانو جرګي (کانګرس) دتایید رایه ور کړي، نو موړی به د اشغالګرو قواوو د نوي قوماندان په توګه د افغانانو د وژلو، ځورولو، د هېواد […]
د اونۍ تبصره / ټولو ته څرګنده ده چې په (۲۳ – ۲۴ جنوري ۲۰۱۶ز) نیټه د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د پګواش نړیوال بنسټ له لوري زمونږ د ګران هېواد د ستونزو د اواري په موخه دوه ورځنۍ څیړنیزه غونډه وشوه، د اسلامي امارت اړوند د سیاسي دفتر د لوړ رتبه هیئت لخوا […]
د اونۍ تبصره/ په دې وروستیو کې د سولې خبرې خورا تودې دي، د سولي درني کلمي د افغانانو په زړونو کې ډېري هیلي راټوکولي دي، ځکه سوله د افغان ولس رشتیني غوښتنه ده، د ګران هېواد د پر مختګ لپاره مبرم ضرورت دی، دا سوله ده چې د انسان لپاره د تمدن او ښه […]
د اونۍ تبصره/ ټول ګواه دي چې د ۲۰۱۴ز کال په وروستنیو ورځو کې یعني پوره یو کال وړاندې اشغالګرو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی جګړه نوره پای ته ورسیده، له دې وروسته به په افغانستان کې جګړه نه کوي، بلکې د مرستې او ملا تړ نوې څپه پیل کوي، د نوي […]
د اونۍ تبصره / ټولو د انصاف او نظر خاوندانو ته څرګنده ده چې اسلامي امارت له پیله یو سولییز او د اسلامي اصولو او افغاني ارزښتونو پر اساس ولاړ بشپړ افغاني خوځښت دی، له لومړۍ ورځې د اسلامي امارت د رهبري مقام او د سرلارو ویناوې او رسمي بیانیې د ګران هېواد افغانستان د […]
د اونۍ تبصره / پوره شپږ دېرش کاله وړاندې د (۱۳۵۸هـ) کال د جدی په شپږمه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان پر پاکه خاوره یرغل وکړ، د خپلو غلامانو (خلق او پرچم ګوندونو) په وسیله یې افغانستان اشغال کړ، دا کرغیړنه پیښه د (۱۳۵۷هـ) کال د ثور د اوومې نیټې له کمونستي کودتا […]
د اونۍ تبصره/ په دې وروستیو کې (۲۷ قوس ۱۳۹۴هـ) د ګران هېواد پلازمینه کابل د یولړ تحرکاتو شاهده وه، ځینو په اصطلاح پخوانیو مجاهدینو او د مخکنۍ ګوډاګۍ ادارې یو شمیر چارواکو د حراست او ثبات په نامه یوه شوری اعلان کړه، د افغانستان د ثبات لپاره یې یو لړ غوښتني مطرح کړې، نوموړې شوری د […]
د تېرې جمعې په ورځ (۱۳ قوس ۱۳۹۴) د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز سیمه، اوتړیو کلي کې د کابل د دوه سرې ادارې اړوند وحشي توپک مارو د ماشومانو په ګډون اتلس (۱۸) بیګناه ولسي خلک په وینو ورنګول، د راپورونو سره سم دغه غمیزه داسې مهال رامنځته شوې ده چې خلک د خپل کلیوالي […]
د اونۍ تبصره / په دې وروستیو کې د کابل لاسپوڅې ادارې داسې هلي ځلې پیل کړې دي چې په افغانستان کې د (داعش) د خطر په بهانه د روسیې غوندې مهم هېواد راښکیل کړي، دوی د داعش له نامه څخه ناوړه استفاده کوي، شمیر او قوت یې تر خپل حد څو ځله زیات ښیې، […]