نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تقریبا څلور لسیزې کیږي چې افغان مهاجرین په پاکستان کې میشت دي. پدي ټوله موده کي یې د پاکستاني ولس سره د اسلامي ورورګلوۍ او اخوت په فضا کې ژوند کړی دی، د یوه اوبل د خوښیو او غم په مراسمو کې شریک شوی او د دوی ترمینځ کومه لویه امنیتي ستونزه نه ده رامینځ […]
د سیاسي چارو څارونکي پدې نظر دي چې په افغانستان کې د امریکې او ناټو عسکري موجودیت د یوه خپلواک هیواد بربنډ اشغال دی. د تش په نامه ترهګرۍ سره مقابله د اشغال د توجیه کولو لپاره یوازي یو شعار دی. په نظامي او سیاسي ډول د روسيې او چین د نفوذ ساحه محدودول، د […]
د روان کال د جولایي په ۶مه نیټه د امریکې ولس مشر اوباما د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خپلې مخکینۍ وعدې په خلاف اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د خپلې دورې تر پایه ۸۴۰۰ عسکر پریږدي. مخکې هغه ویلي و چې د ۲۰۱۵ کال په پای کې به په افغانستان […]
د اونۍ تبصره / د تېري شنبي په ورځ (۲۷ رمضان ۱۴۳۷هـ) د افغانستان اسلامي امارت د نوي زعیم شیخ الحدیث هبة الله اخوندزاده (حفظه الله تعالی ورعاه) له ادرس نه د نیکمرغه کوچني اختر پیغام نشر سو، د نړۍ په مطبوعاتو کې ښه وځلیدی، مختلفو ژبو ته وژباړل سو، د پوهانو په تبصرو بدرګه […]
ټاکل شوی ده چې د ناټو سرمشریزه غونډه د پولند هیواد په پلازمینه وارسا کې د راتلونکې جولای میاشتې په اتمه او نهمه نیټه جوړه شي. پدې غونډه کې به د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په مسئله هم بحث کیږي. د کابل ادارې سره د ناټو غړو هیوادونو عسکري او مالي مرستې د بحث […]
د اونۍ تبصره: د اسلامي تاریخ په استناد او شهادت الله جل جلاله مؤمنانو ته د رمضان په میاشت کې تل عزت او سرلوړي ور بخښلې ده، لوی لوی فتوحات یې په برخه شوي، سر سختو دښمنانو یې ماتې خوړلې، د ذلت سره مخ شوي، او د تاریخ برخه ګرځیدلي دي؛ روژه لرونکي مجاهدین ځکه […]
د اسلام دمبارک دین له مخې د حق په لاره کې شهادت د هر مسلمان آرمان دی، د شهادت لورېینه الله جل جلاله په ځينو کسانو کوي ( …ویتخذ منکم شهداء… ) آل عمران. ۱۴۰. ترڅو الله جل جلاله له تاسو څخه ځینې کسان د شهادت لپاره غوره کړي، شهادت دومره لوړ منزلت دی چې آن خیر […]
له څو ورځو راهیسې د ټوټاپ په نامه د برېښنا د یوې پروژې پر سر د هېواد په ګڼو برخو کې قومي، سمتي او مذهبي کرکو او نفرتونو زور اخیستی، چې د افغانانو په سیاسي تاریخ کې یې بیلګه نه تر سترګو کېږي. دا هر څه د یرغلګرو په اشاره او د ګوډاګۍ ادارې تر […]
د کابل لاسپوڅې ادارې دتېرې یک شنبې په ورځ ( ۱۳۹۵ / ثور / ۱۹ ) د افغان مجاهد ولس ۶ تنه اصیل او سر سپارلي بچیان په خورا وحشت او د ټولو ارزښتونو خلاف په شهادت ورسول. نوموړي مظلومان سیاسي اسیران وو، او په شهادت رسولو یې هم بشپړ سیاسي رنګ درلود، […]
واقعیتونو ته غاړه اېښودل د آرامۍ او سوکالۍ اړین بنسټ دی، نړیوالو یرغلګرو د افغان مجاهد ولس په حریم یرغل کړی، د هغوی خپلواکي یې سلب کړې، لا تر اوسه د یرغلګرو مشاورین د کابل په ادارو کې شتون لري، ټانکونه یې د هېواد په ځمکه او طیارې یې د هېواد په هوا واکمنې دي، […]
د تېرې دوشنبې په ورځ ۱۹۳۵ / ۲ / ۶ د کابل بلواکې ادارې فیفټي مشر په اصطلاح خپلې ملي شوری ته د خپلو غیر نورمالو حرکاتو په بدرګه یوه زړه او تاریخ تېره وینا وکړه، وینا د ۱۳۹۵ / ۱ / ۳۱ پېښې په اړه چې د ادارې په یو مهم استخباراتي مرکز تر […]
جګړه د انساني طبیعت او بشري تمدن خلاف عمل دی، عاقل انسان جګړه نه خوښوي او د جګړې د تباهۍ او زړه بوږنوونکو آثارو نه کرکه کوي، د سالم طبیعت خاوند مدنیت او د نورو سره د سولې په ارامه فضا کې ژوند کول غوره ګڼي، هر انسان غواړي چې دین، ځان، مال، اولاد او […]
د اونۍ تبصره : د تېرې شنبې په ورځ (۲۱ حمل ۱۳۹۵) د اشغالګرې امریکا د بهرنیو چارو وزیر “جان کېري” په نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسید او د کابل د دوه سرې ادارې له چارواکو سره یې په ګڼو غونډو کې برخه واخیسته، د ورځي په پای کې یې په یوه […]
مونږ د الله جل جلاله پر ځمکه اوسیږو، د الله جل جلاله د بیشمیره نعمتونو څخه استفاده کوو، مځکه او آسمان، وریځې او بادونه، بارانونه او واورې، سیندونه او خوړونه، غرونه او رغونه، فصلونه او باغونه او.. او.. دا ټول الله جل جلاله د انسان د ښه ژوند لپاره مسخر کړیدي، د مځکې واک او […]
زمونږ ګران هېوادوال شاهدان دي چې د کابل دوه سرې ادارې اوسنيو بیکفایته او سرزورو چارواکو په اویایمو کلونو کې د مجاهدینو د حکومت په مهال په هېواد کې لوی ناورین جوړ کړی و، هر ولایت او هره ولسوالي یې په څو برخو ویشلې وه، هر قوماندان تر خپل لاس لاندي سیمه کې ټول واک […]